دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 96278
په غزه کښې دې نسل وژنه بنده شي
د ترکیې وزیراعظم یوځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم لخوا په غزه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې د دوام مخه ونیسي.
د حریت ورځپاڼې د ویب سایټ د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان پرون وویل: اسرائیلو په غره کښې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په شمول په سل هاو کسان شهیدان کړي دي خو نړیوالې ټولنې بیاهم نه دي کړې شوي د دغې نسل وژنې د مخنیوي لپاره یو اقدام وکړي.
اردوغان په دوام کښې د امریکې او اروپايي اتحادیې په دوه ډوله معیارونو او د غزې په خلکو باندې د اسرائیلو د حملو په وړاندې د هغوي په چپتیا نیوکه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjo8eh.uqemaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته