دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 96697
رجب طیب اردوغان د ترکیې ولسمشر وټاکل شو

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان ګټونکی شو.
دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې ولسمشر د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل کېږي پخوا به ولسمشر د پارلمان د غړو له خوا ټاکل کېده.
اردوغان ۵۲ سلنه رایې ګټلې او سرسخت سیال یې کمل الدین احسان اوغلو ۳۸ سلنه رایې خپلې کړې دي.
په ترکیه کې له دې وړاندې د ولسمشرۍ مقام تشریفاتي وه خو د طیب اردوغان یوه وعده دا وه چې د ولسشر واک به زیات کړي.
د اردوغان اصلي سیال احسان اوغلو نوموړي ته د بریاو مبارکي ورکړه.
رجب طیب اردوغان په انقره کې په خپلو خبرو کې دغه ټاکنې خپلو پلویانو او نورو لپاره یوه ښه بریا یاده کړه.
د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به درې اونۍ وروسته د اګست په ۲۸ به تر سره کېږي.
د عدالت او پرمختیا ګوند مشراردوغان دا دریمه دوره ده چې د ترکیې د لومړي وزیر په توګه کار کوي، په دغه موده کې د ترکیې اقتصادي وده ډېره ښه شوې ده.
د رجب طیب اردوغان زرګونه پلویان دی د دې لپاره هم ډېر ستایي چې دی یو فرهنګي او ټولنیز محافظه کاره شخصیت دی.
د رجب طیب اردوغان اصلي سیال اکمل الدین احسان اوغلو چې یو ۷۱ کلن دیپلمات دی لس کاله د اسلامي همکاریو سازمان مشر و.
په ترکیه د بي بي سي خبریال وايي، تمه کیده چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کچه لوړه وي، خو د اوړي تودې هوا او څو پرله پسې ورځو رخصتۍ د دې لامل شو چې یو شمېر د راې ورکولو په شرایطو برابر کسان د راې اچولو له صندقونو لرې پاتې شي.
د ښاري شوراګانو او د ترکیې د ښاروالیو په ټاکنو کې چې د روان ۲۰۱۴کال په مارچ میاشت کې ترسره شوې ۸۹ سلنه وګړو په کې ګډون ګړی وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefp8o.jh8poi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته