دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 97552
ډاکټرعمر زاخیلوال: د تیر یو کال راهیسې پنځه شپږ ملیارده ډالره پانگه د افغانستان نه ایستل شویده

ډاکټر عمر زاخیلوال ، د افغانستان د ماليې وزیر وايي د انتخاباتو د جنجال اوږدیدل او ددی جریان له امله نا مطمینې فضا د افغانستان په اقتصاد باندې په کافي اندازې ناوړه اغیزې کړیدي چې د افغانستان ته زیات و کم، پنځه شېږ ملیارده ډالره ضرر رسیدلی دی.
همداشان ددغه نامطمین حالت په وجې تقریبا د پنځو شپږو میلیاردو ډالرو په حدودو کې، د خلکو شخصي نغدې پانگې په دې تیر یوه کال کې د ملک نه وتلي دي چې دا به هم د افغانستان په اقتصاد باندې اوږدمحالې منفي اغیزه ولري.  
  ډاکټرعمر زاخیلوال وايي ددې شخصي پانگې سل فیصده بیرته جلبول خو به سخت کار وي، خو د یوې مثبتې سیاسي فضا په را منځ ته کیدو، چې د اقتصاد غوړیدل هم ور پورې تړلي دي، تر ډیره حده بیرته ملک ته راوړل کیدلی شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcf0td1.w6detaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته