د ننګرهار ولایت د ملی امنیت پر ریاست باندې د تروریستی او ډلیز برید د(۲) تنو سازمان ورکوونکو او یو تن ځانمرګي بریدکوونکی نیونه!
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانکړو عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د ملی امنیت پر ریاست باندې د ۱۳۹۳/۶/۸ نیټی د ترورریستی او ډلیز برید (۲) تنه سازمان ورکوونکي هریو: تراب د محمد امیر زوی، په ډله کې دنده د تروریستی او ډلیز برید څخه فلمبرداری.
- شیرولی د ملنګ زوی، په ډله کې دنده د (۵) تنه تروریستانو او ځانمرګو بریدکوونکو ساتونکی، چې یادو کسانو غوښتل د یو تن ځانمرګی برید کوونکی په واسطه د ننګرهار ولایت پر ملی امینت باندې دوهم ځانمرګی او تروریستی برید تر سره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه له یو تن ځانمرګی بریدکوونکی په نوم د ګلبدین مشهور په(عادل) د میراکبر او د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالی اوسیدونکی سره یو ځای ونیول شول.
نیول شویو کسانو د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او پیښه د لا زیاتو څیړنو لاندې ده.