دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 120880
هم په نعل وهی هم په میخ
د ۲۰۰۱ بیا تر ۲۰۱۵، ډیر عمر کیږی چی ناټو او امریکایی ځواکونه افغانستان ته راغلی دی! که په رښتیا دوی وغواری چی د افغانستان ولس او دولت سره مرسته وکی دغه ۱۵ کال لږ وخت نه وو چی د ۴۳ نور مملکتونو سره د افغاستان سره کومک وکی او افغانستان یو ښه قدرتمند هوایی ځواک ولری.
هوایی ځواک او جنګی تیاری نه درلودل د افغانستان یو اساسی شی دی چی نلری . افغانستان ملی اردو او ملی پلیس د جنګی میدانونه و دغه شیانو ته اړتیا لری چی د تروریزم او یاغیانو سره مقابله وکی او ددوی ځایونه د بینه څخه یوسی.

په تیرو کالونو کی جنګ د تروریزم پرضد باندی ملی اردو او نور نظامی او امنیتی مناطق کی افغانستان ولس او دولت پر خارجی ځواکونو باندی سخت محتاج وو . دغه احتیاجت د افغانان په لاس کی هم نؤو. دوی هم دغه نه غوشتل منګر دغه یو اساسی پلان د ناټو او امریکایی قومندانانو لخوا وو چی پر افغانان باندی تحمیل سوی دی.

دلیل د دغه احتیاجت د ټول خوا څخه په هوایی او جنګی تیاری معلومداره دی، هغه هم دا دی چی ملی اردو او پلیس او نور امنیتی ځواکونه ضعیفه پاته سی او دغه توان پیدا ونه وکی چی د خپل حکومت او ولس څخه محافظت وکی او پر خارجی قوا باندی محتاج پاته سی. افغانستان هم په دغه استعمار(د خارجی مملکتونه د لاس لاندی) پاته سی او د خارجیانو بی له اجازی یو عادی کار ونه وکی.

بل خبر دادی چی پس له ۱۵ کال کی هغه هم په دغه وخت چی هندوستان ۴ دانی جنګی الوتکی و افغانستان سره مرسته کوی د ولس مشر محمد اشرف غنی د نوی وزارت دفاع افتتاحیه اعلام کوی چی امریکا سو دانی جنګی تیاری و افغانستان ته ورکړی دی.

امریکا په دغه وخت چی هندوستان غواړی دافغانستان سره تیاری مرسته وکی د دوی د مخه دغه هوازه اوراچوی چی غواری افغانستان ته جنګی امریکایی تیاری ورکی! مونږدا ګومان کوو چی امریکا خاص د نړی عمومی په افکار دپاره دغه کار کوی ځکه خلک ته دغه پوښتنه رازی چی تاسو دومره ادعا لری او وایی مونږ دومره قدرت لرو د تروریزم او مخدره مواد دپاره پرضد عملیات کوو منګر په دغه ۱۵ کال کی نه تنهاهیڅ کار مو ندی کری بلکی اوضاع تر پخوا بدتر لا هم سوی دی.

یو جالب نکته دادی چی د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت یو سو میاشت دمخه چی د دوی څخه پوښتنه وسو چی تاسو ولی د افغانستان ملی اردو ته جنګی تیاری نه ورکوی ؟ دوی په ځواب کی وویل ملی اردو تر اوسه پوری دوغونی توان نلری چی د امریکا جنګی تیاره څخه کارواخلی!

مونږته بیا دغه پوښتنه رازی چی ایا په دغه ۱۵ کالو کی ملی اردو دغه توان نه درلودل څنګه اوس چی هندوستان مونږته چرخکی تیاری ورکوی په دغه شپږ میاښت (تاسو یو کال وبولی) دوی ته دغه دا توان پیدا سواو تاسو اوس غواړی چی دوی ته سو دانی تیاری ورکی؟!

زمونږ په نظر کی امریکایی مقامات او ددوی ټول دولت بیا هم زمونږ ولس او دولت سره په رښتیا ندی اوخالی دغه هوازه کوی چی مونږ تیاری په راروان هفتو کی افغانستان ته ورکوو. دغه خالی تبلیغات دی چی تر هغه وخت پوری و داعش ته په ننګرهار کی اکمالات وکی. امریکاییان غواری سرنګه چی په ننګرهار کی د داعش سره مرسته کوی اوس د تیاری ورکولو په بانه خلک د دوی په کار کی سرخلاص ونه کی او خلک داسی فکر وکی چی امریکا داسی پرافغانان مهربان دی او خپل داعش ته تقویه ورکوی.

همدی وجه اکثر امریکایی پوهان په اوسنی شرایطو کی په افغانستان خپل اصلی پام پر داعش اکمالات او قوت باندی کری دی او دغه مسله په اکثر مناطق کی راروان دی پربل مخ هم یو سه د افغانستان حکومت سره مرسته کوی هغه هم ندی معلوم چی څنکه کوی.په عمل هم په نعل وهی هم په میخ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcev78z7jh8wvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته