دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 123633
ملی اردو،ستونزی او مشکلاتونه
د تحقیق او ارزیابی د نهاد واحد په افغانستان کی، دا ستونزی د نیرو د جذبول، د تحرکاتو میزان او د مدیریت په هکله دی.
دا نهاد ویلی دی چی په دغه ګذارش کی د ملی اردو اوضاع پسله بهرنی ځواکونه او ایساف تلل نه بررسی سوی دی.
د دغی ګزارش په اساس کی، ملی اردو په ۲۰۱۵ عیسوی کال کی ډی قربانی ورکړی دی او د نیرو د جذبولو سره هم ډیر مشکلاتونه او ستونزی لری.
په دا ګزارش کی راغلی دی چی پس له ایساف مشاورونه خروج پر ټولنیز اکمالاتی او لجستیکی، برنامه جوړونه،د تجهیزاتو او اداری امور ساتنه باندی ډیر تاثیر کړی دی او د فوځیانو د کمیښت اثر سوی دی.
په ریپورت کی راغلی دی :د صاحب منصبی رتبه ورکونه په پوځ کی د سیاسی نفوذ په توسط کیږی چی ناشایسته خلک پکښی ګډیږی او دا ټول پور ملی اردو روحیه باندی منفی اثر لری.
دا ریپورت په داسی حال کی منتشر سوی دی چی د نظامی مسایلو پوهان په دا باور کی دی ملی اردو مقتدر او اصلی ځواکونه د افغانستان څخه ګنل کیږی، هغه قواوی چی د جنګی قواعدی په اساس باندی د ټولو تروریزم او مخالفو وسله والو پرضد باندی مبارزی کوی.
شاید دا دلیل دی چی اوس اکثر ناظران دخپلی ازموینو کی د هیواد د اینده امنیت دپاره، د خپلی تله کی ملی اردو راولی.
د افغانستان ولس هیله هم و دغه ځواک ته دی چی وکولای سی پس له انتقال د امنیتی مسؤولیتو څخه د بهرنی ځواکونه و داخلی ځواکونه چی د مستقل دفاع د ټول استقلال او ملی حاکمیت او خاوره وکی.
له بلی خوا، د پوهانو په باور کی په اخلاصه او بی هیڅ زیادی باید ووایو چی ملی اردو تر ټوله ځواکونه خوشنامه او موفقه ځواکونه دی چی د هیواد نظامی کارنامه کی کامیابه سوی دی.
د هیواد اکثر ولس د ملی اردو سره ښه احساس لری او دوی سره په ښه سترګی ګوری.
څو ځلی ریپورت سوی دی چی کله خلک خبر سوی دی چی ملی اردو د دوی په منطقو کی راځی دوی په خپل سر د ملی اردو سره همکاری کوی.
د افغانستان ملی اردو یواځنی ګروپ په نور قوا کی دی چی د طالبانو او نور تروریستی ګروپونه لږ تاوان کړی دی او ښه نتیجه هم حاصل کړی دی.
د ولسو اوښاریانو رضایت هم د ملی اردو څخه ډیر معلومیږی.داسی انسجام او انګیزه چی ملی اردو لری د نګرانی او ویره د ناامنیو په خاطر کی پس له ۲۰۱۵ عیسوی کال او د ټولی هیواد د امنیت د تامین کولو قبولول د داخلی ځواکونو لخوا بیخی کم سوی دی.
په داسی حال، تردید نسته چی دا ریپورت چی د افغانستان د ارزیابی او تحقیق د نهاد واحد جوړ کړی دی په داسی وقت چی دوی د تقویه کول او توسعه ورکولو ته اړتیا لری یو بده او ناامید کوونکی خبر دی.
بیا هم غټی ستونزی چی د ملی اردو په مخ راغلی دی لکه د سربازانو تښته کوولو، سم مدیریت نه درلود،د تلفاتو زیاتی،د امکاناتو کموالی او د اموزشونه کمیښت، هوایی ډګر مرسته نه درلودل، د جذبولو کمیښت او خیالی سربازان د غتی ستونزو څخه دی چی سو پلا مطرح سوی دی او ډول ډول عاملونه او دلایل د دغی مسایلو دپاره عنوان سوی دی.
په داسی حال که یاد سوی ارزونه سم وی باید بدی امنیتی ورځوته انتظار وکو،ځکه چی د امنیتی ځواکونه ضعف هغه هم ملی اردو چی د هیواد اصلی ستون او استوانه دی او په سده مخ کی د بین المللی تروریزم د قوت اخیستلو سوی دی او د هیواد د ایندی دپاره د نوی تهدیدونه او ستونزی سره محامخ کیږی.
انتظار لرو چی د دفاع وزارت قومندانان د جذبولو شیوه او روحیه د تقویه کولو او انګیزه ورکول او د معاشات پورته کولو او نور امتیازونه په طریقه ، که یو عسکر زخمی سو د جنګ په میدان کی باید د هغه کورنی سره د مدام وقت دپاره مرسته وسی او یا شهید سی د هغه د میهن پرستی دباره د ملی تعهد او تقدیر اوستاینه کولو یو امتیازات ورکړ شی تر سو چی دا ستونزی حله سی او باید د مدیریت کول او خیالی عسکرونه هم پیګیری سی او هم د عسکرو د تښتیدلو مساله. حقه وخت دی چی ملی اردو کولای سی خپلی ستونزی تیره کی او په داسی حالت هم د امنیتی ځواکونه چالیشونه او بندیزونه کمه کی.



https://avapress.com/vdcdss0fsyt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته