دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 145559
آمریکایی سوله؛ د ۱۶ کالو وروسته پشیمانی
حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر ویلی دی چی په افغانستان کی د سولی او ثبات برقراره کول د آمریکا د کار په دستور کی نه دی.
هغه وویل: که د آمریکا کار دستور کی تروریزم سره مبارزه او ثبات په افغانستان کی قرار درلودی وای، موږ د ددی کلونو په لړ کی به په افغانستان کی د داعش او افراط ګرایی د پراختیا شاهدان نه وای.
کرزی په افغانستان ثبات او بحران پای ته رسونه د آمریکا صادقانه تګلاری او مسئولانه هڅو پوری تړلی وبلل او وویل: بحران په افغانستان کی د ډیریدو په حال کی دی او ددی بحران د ډیریدو عامل د تروریزم سره د آمریکا غیری مسئولانه مبارزه او ددی هیواد تیروتنی په افغانستان کی دی.
هغه زیاته کړه: د هغه وخت څخه چی آمرکیا د تروریزم سره مبارزی او امنیت برقراره کولو په بهانی افغانستان ته وارد سوی دی، ددی پرځای چی تروریستانو امن پټنځایونو باندی تمرکز وکړی د جنګ اور، د افغانانو بندی کول او د کلیو بمبارولو باندی لاس پوری کړی دی.
دا اظهارات په داسی حال کی مطرح سوی دی چی آمریکا قرار دی ډیر ژیر د افغانستان په اړه خپل نوۍ راهبرد اعلان کړی.
د ښاغلی کرزی اظهارات، د افغانستان مسایلو کارپوهانو له نظره، د افغانستان تیر او جاری حقیقتونو سره بیګانه نه دی.
په دی کی هم شک نسته چی کرزی بیله شکه، د هر یو څخه ښه په دی برخه کی د اظهار نظر لپاره ښایسته تره دی؛ ځکه چی هغه لمړۍ کس دی چی ۱۳ کاله د آمریکایانو سره کار کړی دی او په ښه توګه پوهیږی چی په افغانستان کی د سولی او ثبات اصلی موانع کوم دی؛ خو دا اظهارات، نور کوم درد نه دوا کوی حتی که د پخوانۍ ولسمشر د ژبی څخه هم بیان سی؛ ځکه چی منځته راغلی شرایطو ته په کتو سره، د آمریکا منفی نقش څخه خبری کول د افغانستان سولی پروسه کی، د یو مکتورم راز کشف نه حسابیږی او د واضحاتو وینه دی او له بل لوری، د ښاغلی کرزی لپاره ډیر ناوخته سوی دی چی په یو شاخص مهم څیره کی، ددی ډولو نظرونو اظهار څخه داسی ثمره او اثر هیلی ولری.
که آمریکا په افغانستان کی د سولی او ثبات منځته راتګ څخه مخنیوی کوی؛ دا کار نوی موضوع نه سی کیدلای او تازه منځته نه دی راغلی؛ بلکه آمریکا طبیعتآ د ډیرو کلونو راهیسی، یعنی سم د هغه وخت څخه چی کرزی د قدرت رسیدلو لپاره هر اړخیزه ملاتړ یی کوله، همدا تګلاره غوره کړۍ وو او اوس هم ادامه ورکوی. نو ولی ښاغلی کرزی، اوس ددی عمومی راز څخه د ځان په نظر، پرده پورته کوی؟
که هغه د آمریکا وعدو ته په افغانستان کی د سولی او ثبات منځته راوستلو لپاره، باندی باور کړۍ وو، نو خطا ځینی سوی دی او دا د هغه شخص مسئولیت څخه چی ۱۳ کاله د افغانستان برخلیک یی په لاس کی درلود، هیڅ څه نه کمیږی او يه همدی دلیل، د هغه پشیمانی د ۱۶ کالو وروسته نه یواځی دا چی توجیه پزیره نه دی؛ بلکه د پخوانۍ ولسمشر خطاخوړنه او د آمریکا کاذب وعدو باندی باو څخه اعتراف دی.
که کرزی په افغانستان کی د آمریکا مقاصدو او نیتونو باندی پوهیدله او خپل همکاری ته ادامه ورکړی وی او تر یوځای پوری خپل همکاری ته پراختیا ورکړی وی چی د استراتژیک پیمان امضا او امنیتی پیمان لویه جرګه جوړولو سره د آمریکا او ناتو دایمی حضور لپاره په افغانستان کی زمینه برابره کړه او هغوی ته لازم مجوزونه په اختیار کی ورکړ، نو هغه یواځی مسئول نه دی؛ بلکه تورن کس او باید ځواب ویونکی وی.
دا چی نن د لوبی قواعد بدلون کړۍ دی او د ښاغلی کرزی پرځای په ارګ ماڼۍ کی نوۍ مهری ځای پرځای سوی دی، باید د هغه سیاسی عوام ګرایی او یا اظهارات د هغه بی ګناهی دلیل نه وی.
امکان لری چی دا استدلال وسی چی پخوانۍ ولسمشر د آمریکا سره امنیتی پیمان امضا څخه احتراز وکړ او دلیل یی په افغانستان کی د واشنګتن د اهدافو څخه خبرتیا وو؛ هغه نیتونه او اهداف چی پکښی سوله او ثبات رامنخته کونه نه وو؛ خو پوښتنه داده چی بیله امنیتی پیمان، کوم بل کار وو چی په افغانستان کی د آمریکا دایمی حضور لپاره کرزی ترسره کړۍ وای؟
د امنیتی پیمان په اړه هم هغه یواځنۍ کار چی وکړه نه امضا کول وو؛ خو ټوله مقدمات یی اماده کړ په داسی ډول چی حنیف اتمر خپل لمړۍ کاری ورځ کی د هغه ناتمامه کار د قلم په یو حرکت سره تمام او پوره کړ.
دی مسایلو ته په کتو سره، چی د ښاغلی کرزی د اظهاراتو په صدق کی هیڅ شک نسته، خو هیڅوک به د هغه څخه دا ادعا قبول نه کړی چی هغه په افغانستان کی د آمریکا دایمی حضور تحقق لپاهر د هغوی نیتونو او قصدونو پوهیدو سربیره، بی ګناه وی.
https://avapress.com/vdcenn8zojh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته