دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۵۱
د مطلب کود : 148972
د ارګ ژبی څخه د داعش موضع

 

 

د هغه کسانو په وړاندی بی تفاوتی او بی مسئولیتی چی د خاصو هیوادونو لپاره جنګیږی، ددی سبب سوی دی ترڅو نن ټوله د نیابتی چنګ تاوان ورکړو. د سیاسی مشرانو، علما شورا، وکیلان، روشنفکران او تحصیل کړۍ کسانو بی تفاوتی او بی مسئولیتی وضعیت پیچلتوب سره مرسته کوی. موږ هڅه کوو ترڅو ددی وطن زامنو قربانی کیدو مخه په دی نیابتی جنګ کی ونیسو.

ددی وخت رسیدلی دی چی د هغه تابوتونو په وړاندی چی د سوریه څخه راځی چوپ پاته نه سو، زموږ ځوانان د نیابتی جنګ په ډګر کی د جنګ پرځای راسی د هیواد امنیتی ځواکونو ترڅنګ ددی هیواد امنیت تامین کړی. زموږ لپاره د نیابتی جنګ تاوان وکړه ډیر سخت دی.

البته ټوله پوهیږو چی د یو بی رحمه او جنایتکاره دشمن په وړاندی قرار لرو، هغوی بیله دی چی مذهبی تفرقه رامنځته کړی بل مقصد نه لری. د خلګو ویشول او پوهه به ټول فتنی په اوبو لامبو کړی.

دا د ارګ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوی په شخصی نظر چی د هغه فیسبوک پاڼۍ څخه خپور سوی دی، وایی: داعش ددی لپاره د شیعیانو مساجد تر هدف لاندی نیسی چی د هغوی په وړاندی په سوریه کی شیعیان د حضرت زینب (س) حرم څخه دفاع په مقصد جنګیږی.

ډیر عجیبه خبره د ښاغلی مرتضوی په خبرو کی داده چی هغه همغه څه تکرار کړی دی چی داعش تروریستی ډله، د بی دفاع شیعیانو وژنه د هغه په اساس توجیه کوی.

په دی وصف سره، کوم توپیر د ارګ او داعش ترمنځ شتون لری؟

دداسی کسانو لپاره چی د ارګ ماڼۍ ګویا ژبو څخه دی شخصی موضع کوم معنی نه لری.

خو آیا دا انحرافی او ریاکارانه موضع کولای سی ارګ مسئولیت د بی دفاع لمونځ کوونکو او ښځو او کوچنیانو په وړاندی سلب کړی؟

که افغانستان، لکه څنګه چی ښاغلی مرتضوی ادعا کړی دی، د سیمه ایز قدرتونو نیابتی جنګ تاوان ورکوی، ارګ د خلګو امنیت او تروریزم سره مبارزی لپاره مستقیم مسؤول په حیث کوم مستقل او اجرایی موضع په دی برخه کی لری؟

ښاغلی مرتضوی مخکی د مسئولیت تیښتی څخه او د داعش تروریستانو جنایتونو توجیه سره چی ویل کیږی د دولت دننی حلقاتو له لوری د نظام دننی تروریستانو له لوری ملاتړ یی کیږی، لمړي دی پوښتنی ته ځواب ورکړی چی هغه دولت چی تاسو یی ویاند یاست، په افغانستان کی د نیابتی جنګ په وړاندی کوم عملی ابتکار لری؟

ولی د خارجه وزارت او ارګ دیپلماسی دستګاه په دی اړه عمل ته اقدام نه کوی؟

د خارجه وزارت ډیر ځلی اعلان کړی دی چی  سوریه ته افغانانو اجباری اعزام په اړه کوم کوم سند په لاس نه لری او هغه کسان چی په هغه ځای کی جنګیږی د خپل دینی باورونو او په داوطلبانه توګه په جنګ کی ګډون کوی.

ښاغلی مرتضوی وړاندیز کړی دی چی د افغانستان زامن ددی پرځای چی د نورو هیوادونو نیابتی جنګونو کی وجنیګیږی، افغانستان ته راسی او امنیتی ځواکونو ترڅنګ وجنګیږی او د هغوی سره مرسته وکړی! ډیر ښایسته وړاندیز؛ خوپوښتنه دلته ده چی آیا هغه حکومت چی هغه یی ویاند دی په حقیقت سره ددی لپاره آماده دی چی د امنیت تامین لپاره داوطلبانه ځوانان جذب کړی او د هغوی څخه د تکفیری تروریزم په وړاندی ملاتړ وکړی؟

که ځواب مثبت دی نو ولی امنیتی سرانو او جهادی رهبرانو طرحو او نظریو ته د تروریزم له منځه وړلو په خاطر، کوم توجه ورته نه کیږی؟ ولی جهادی مبارز مشران، یو په بل پسی د قدرت څخه خلعه او تبعید کیږی ترڅو د تکفیری او تروریزم ملاتړ کوونکو څو مهرو لپاره ځای خالی سی؟

آیا دولت ددی لپاره آماده دی چی د شیعه ځوانانوخودی دفاع لپاره د هغوی طرحو څخه ملاتړ وکړی او هغوی ته تسلیحات او مهمات ورکړی؟

https://avapress.com/vdcgu79qxak9ty4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته