دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 152021
خلګ نه ناهیلی کیږی، خو حکومت هم خپل دندی لری

 

 

د ملی وحدت حکومت مشران د اخیر تروریستی بریدونو غندلو لپاره بیل بیانیه خپرولو سربیره، وویل چی افغانستان هیڅ وخت افراط ګرایی او تروریستی جریانونو فکرونو لپاره امن ځای نه وو او خلګ او حکومت دا جریانونه به له منځه یوسی.

ولسمشر په یو بیانیه کی وویل: په ډیر تاسف سره چی زموږ ځینی هیوادوال په کابل کی شهید او ټپیان سول چی دا د تروریستانو جنایتونو ادامه شکاره کوی.

هغه وویل: تروریستان او ملاتړ کوونکی یی اوس د نور وخت څخه په انزوا کی قرار نیولی دی او جنګ ټول ډګرونو کی ماته خوړلی دی، اخیر ورځو کی د رعب او بیری فضا په رامنځته کولو د بیګانګانو په امر، د هیواد په بیلابیلو برخو کی ملکی کسان او مساجد تر هدف لاندی ونیول.

ولسمشر وویل چی حکومت او افغانستان خلګ د دومره لږ تروریستی ډلو اقدامونو څخه به ونه بیریږی او سولی، ثبات، پراختیا او انکشاف ته رسیدو لاری ته به ادامه ورکړی.

دا اوس معمول سوی دی چی د هر تروریستی برید وروسته، حکومتی چارواکی د اعلامیه په صادرولو باندی اقدام کوی او په هغه اعلامیه کی د تروریستانو په بزدل او عاجز بللو سره، خلګ تعریفوی او هغوی اتحاد او همبستګی ته رابولی.

د حکومتی سرانو دا ډول چلند د هغه خلګو په وړاندی چی په دی بریدونو کی خپل خواږه کسان له لاسه ورکړی دی او خپل نږدی کسانو پر ماتم کښینی، ټول ملت ناآرامه کړی دی.

ډیر پوهان په دی باور دی چی هر انتحاری عملیات او برید چی د بی ګناه خلګو څخه قربانی اخلی، باید حکومتی مشرانو او رهبرانو ته یو تکان ورکړی او هغوی مجبوره کړی چی د هیواد امنیت ساتلو لپاره تر دی هم موثر نوی پلانونه جوړ کړی او عملی محکم ګامونه په دی برخه کی واخلی؛ ترڅو لااقل یو څه ښه امنیت برقراره سی او دشمن راتلونکی بریدونه په اساس کی له منځه ولاړ سی او افغانستان خلګ حتی د یو هیواد وال د وینی توییدو شاهدان نه وی او یا که دشمن د یو عملیات په ترسره کولو باندی بریالی کیږی، لږ زیان او تلفات خلګو او امنیتی ځواکونو او دولت کارکوونکو ته واوړی.

خو لکه څنګه چی لیدل کیوی ګویا دا د حکومتی سرانو لپاره هیڅ ارزښت نه لری او د همدی بی توجهی ترڅنګ حکومت کوونکی د هیواد خلګو امنیت موضوع ته ، او هم طالب او داعش نور راتلونکی بریدونو ته، نور هم پياوړۍ د خلګو په وړاندی صورت نیسی او هره ورځ د خلګو مالی او ځانی تلفات په کوڅو او مساجدو او تکایاوو کی، ډیریږی.

په دی منځ کی د شیعیانو او مسجادو او مذهبی مراکزو زیان لیدنه په هیواد کی د نورو مسلمانانو په پرتله ډیر سوی دی او داعش تروریستی ډلی اصلی مقصد د افغانانو دی برخی باندی متمرکز دی؛ په داسی توګه چی په همدی جاری کال کی، د شیعیانو مذهبی مراکزو په وړاندی تر ټولو ډیر بریدونه صورت نیولی دی او ډیر شمیر لمونځ کوونکی او زیارت کوونکی شهیدان او ټپیان سوی دی چی شکاره نمونه یی تیره جمعه په کابل کی د امام زمان(عج) مسجد باندی برید وو چی د ۲۵۰ تنو په شاوخوا زموږ شیعه هیوادوال یا په شهادت ورسول او یا هم ټپی او مجروح کړل.

د افغانستان خلګ د شیعه او سنی په شتون په یو څه کی ټوله په یوه ږغ دی او هغه د هیواد حکومت سرانو څخه په ټول هیواد کی مالی او جانی امنیت تامین په برخه کی دی.

ددی پوهانو او صاحب نظرانو په نظر، افغانستان خلګ لکه څنګه چی خپل رایو سره دا حکومت و قدرت ته ورسول، او دا حق ځانته ورکوی چی د حکومتی مشرانو څخه وغواړی ترڅو د خلګو ناموسی او مالی او جانی امنیت تامین په برخه کی، ورځی او شپی هڅی وکړی.

پوهان وایی که همدا خلګوپه رایو سره حکومتی سران قدرت ته رسیدلی دی او که د ملت د صبر کاسه لبریزه سوه او چاړه د خلګو هډوکو ته ورسیده چی رسیدلی هم دی، همدا خلګ ددی غیرت او جرئت لری چی د دولت ټول قدرت د خاوری سره خاوری کړی چی داسی وضعیت به نه د دولت په ګټه وی او نه هم د ملت.

بنا پردی، سلیم عقل حکم کوی چی دولتمردان، نور د اافغانستان نجیب او آزاده ملت ونه آزمایی او خپل حاکمیت او سلطنت پاته کیدو پرځای، د خلګو مجروح او زخمی بدنونو څخه فیزیکی او روانی او روحی فشارونه هیڅته کړی او امنیت او سلامت د تامین په برخه کی، صادقانه هڅه وکړی.

https://avapress.com/vdcgxx9qqak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته