دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 160690
خارجی عواملو نقش د افغانستان د سولې او جنګ په لوبه کې

 
د روسیه سفارت د امریکا ځواکونو قوماندی اخیر اظهارات چی ویلی وو روسیه د طالبانو څخه ملاتړ او حتی هغوی ته اسلحی برابروی، رده کړه.
په کابل کې د روسیه سفارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چی هغه څه چی جنرال نیکلسون د طالبانو څخه د روسیه ملاتړ په اړه ویلی باید غیری انکاریدونکې شواهد ورسره وی.
په دی خبرپاڼه کې د امریکایی چارواکو اخیر اظهارات شایعه بلل شوی او روسیه سفارت دا خبری بی ځایه بللی دی.
په دی خبرپاڼه کې هغه نقل قولونه چی د روسیه خارجه وزیر څخه د طالبانو او روسیه هیواد ترمنځ اطلاعاتو تبادل په اړه راغلی، هم بی دلیله او غلط بلل شوی دی.
د روسیه سفارت دا اظهارات شایعات بللی او ویلی چی په افغانستان کې هغه کسان چی د سخت وضعیت مسؤولیت په غاړه لری، هڅه کوی چی ددی خبرو په مطرح کولو سره خپل ګناه نورو په غاړه واچوی او روسیه او افغانستان ترمنځ اړیکو ته هم زیان ورسوی.
امریکا روسیه تورن کړ او روسیه امریکا. دا رسم ډیر وخت راهیسی روان دی چی د افغانستان سولې او جنګ فضا باندی سیوری اچولی دی.
په دی منځ کې، هیڅ یو شته چی د دواړو هیوادونو څخه پوښتنه وکړی چی ولی د یو مستقل هیواد جنګ او سولې تقدیر تاسو ولیکي؟ دا کوم لوبه ده چی د افغانستان په خاوره کې ترسره کیږی؛ خو قواعد یی نور لیکي؟
افغانستان خلګ، د لویو مصایبو سربیره چی متحمل کیږی، ۱۷ کاله دی چی امریکا او امریکا ملاتړ کوونکو تریخ حضور زغمی او درنه زیان یی ورکوی.
په د یوخت کې، د روسیه دخالت او مسکو نظامی ملاتړ طالبانو څخه کوم څه په منځ کې نه وو؛ خو امریکا او ملاتړ کوونکې یی، هیڅ وخت ونه غوښت چی په افغانستان کې، سوله برقراه کړی او جنګ پای ته ورسوی.
په دی حساب سره، د همدی لپاره دا پوښتنه ناظرانو ته پیدا کیږی چی ددی کلونو په لړ کې، طالبان د کوم ځای څخه تغذیه کوله؟ کوم هیواد هغوی ته اسحلی او تجهیزات او پیسی او انسانی ځواک او نظامی زده کړی ورکولی؟ ولی ۱۰۰ زره امریکایی ځواکونه او په لسګونو زره ناتو غړیو هیوادونو نظامی ځواکونه ونه غوښته یا هم ونه توانیده چی دا ډله ودروی او په افغانستان کې د جنګ او ترور او وینی تویونې مخه ونیسی؟
ددی پوښتنې ځواب، مشخصوی چی د خارجی عواملو نقش د افغانستان ننۍ او پرون جنګ او سوله کې څه ده.
دا چی پرون امریکا د سولې مانع ګرځید او نن روسیه، خپله شکاره کوی چی افغانستان د یو لوی بین المللی لوبې قربانی دی.
امریکا او ملاتړ کوونکې یی، ۱۷ کاله فرصت درلود ترڅو په افغانستان کې، ثبات رامنځته کړی او د خراب وضعیت رامنځته کیدو مخه ونیسی چی په افغانستان کې د نورو هیوادونو دخالت زمینه له منځه یوسی.
له دی نظره، حق د روسیه سره دی چی امریکا په بی کفایتی، ناکامی یا هم افغانستان کې سولې او ثبات او نظم څخه مخنیوی باندی تورنوی.
له بل لوری، امریکا وایی چی روسان د داعش تکفیری تروریستانو شمیر په اړه په افغانستان کې، لوی نمایی یا هم زیاده روی کوی.
ددی شمیر څخه په صرف نظر سره، داعش حضور په افغانستان کې یو تریخ او عینی حقیقت دی.
پرون په هرات کې مسجد د داعش تر برید لاندی راغلل. آیا دا پیښه په هغه هیواد کې چی نږدی دوه لسیزه د امریکا او ناتو هر اړخیزه سلطه لاندی دی، د قبول وړ دی؟
هیڅ کوم شک نشته چی روسیه، د افغانستان سولې او ثبات لپاره اندیښمند نه دی، لکه څنګه چی امریکا و ناتو یی اندیښمند نه وو او نه دی؛ خو په افغانستان کې جنګ او ناامنی او وحشت، ددی هیواد ګاونډیانو لپاره معقولی دغدغی رامنځته کوی؛ هغه دغدغی چی امریکا او هم پیمانه یی باید په وړاندی یی ځواب ګویه وی.
 
https://avapress.com/vdchwvnzv23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته