دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 168647
پارلمانی ټاکنې؛ ملت په نامه، حکومت په کام؟

 
ګلاجان عبدالبدیع صیاد؛ د ټاکنو کمیسون رییس وایی چی د کافی وخت نه شتون له امله، په پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې بیومتریک سیستم څخه ګټه اخیستنه امکان نه لری.
د ټاکنو کمیسیون وایی: د شفاف ټاکنو ترسره کولو لپاره، د تکنولوژی څخه ګټه اخیستنه د کمیسیون طرحه وو؛ خو طرحه ۱۴ میاشتی د حکومت پر میز همداسی پاته شوه او تایید نه شو. اوس هم زموږ مقصد د شفاف ټاکنو ترسره کونه د بیومتریک سیستم له لاری دی؛ خو ۷۰ ورځی پاته دی د میزان تر ۲۸ پوری او دا وخت د کسانو زده کړه ورکولو او تخنیکی مواد تیارولو ته کافی نه دی.
ښاغلی صیاد زیاته کړه: ټاکنو کمیسیون د پارلمانی ټاکنو عملیاتی کولو په جریان کې دی او په دی لږ وخت کې، د بیومتریک سیستم څخه ګټه اخیستنه مقدور نه بولی؛ خو دا سیستم د راتلونکې کال حمل ۳۱ نیټې ریاست جمهوری ټاکنو کې به تطبیق شی.
د هغه په وینا، د ټاکنو کمیسیون کارکوونکې اوس د (دیتا انتری) یا اطلاعاتو ثبتولو باندی مصروف دی او تراوسه د رای ورکوونکو ۹ میلیون پاڼو څخه، د ۳ او نیم میلیونو څخه ډیر پاڼې ثبت کړی دی.
کارپوهان وایی چی د ټاکنو کمیسیون رییس تازه اظهارات، د سیاسی ګوندونو فشارونو په وړاندی نهایی ځواب بلل کیږی.
مخکې ځینی سیاسی پیاوړۍ ګوندونه، د رای ورکوونکو نوم لیکنې پروسی ابطال، راتلونکو ټاکنو بیومتریک کولو او د رای واحد څخه تناسبی سیستم ته د سیستم بدلون غوښتونکې شوی وو.
دا جریانونه خبرداری ورکړی چی دا غوښتنو ته د حکومت او ټاکنو کمیسیون نه تمکین، راتلونکې ټاکنې محکوموی او ټولنیز اعتراضاتو او لاریونونو باندی لاس پوری کوی.
ددی غوښتنو په لړ کې، څو ورځې ناسته د کمیسیون، ارګ او ګوندونو نمایندګانو ترمنځ، د سرور دانش؛ ریاست جمهوری دوهم معاون په مشری رامنځته شو؛ خو کوم نتیجه ته ونه رسید او ارګ او کمیسیون د ګوندونو غوښتنې غیری عملی وبلل.
سیاسی ګوندونه همدارنګه وایی چی د ټاکنو کمیسیون له لوری ارائه شوی آمار په ټاکنو کې ګډون لپاره د نوم لیکوونکو څخه، جعلی او تقلبی دی او د هغوی په وینا نږدی د کمیسیون ادعا اړوند نږدی پنځه میلیونه کسان تراوسه ثبت نام نه دی شوی او خارجی شتون نه لری.
هغوی کمیسیون او حکومت د تقلب سازی لپاره زمینه رامنخته کولو باندی تورنوی.
د کار تردی ځایه، د سیاسی پرنفوذه ګوندونو سازمان یافته او هماهنګ شوی مخالفتونو سربیره، حکومت او ټاکنو کمیسیون، خپل ساز وهلي او خپل لاره تللي دی.
هغوی په داسی حال کې د کافی وخت نه شتون د بیومتریک لپاره خبری کوی چی دا طرحه د رای ورکوونکو نوم لیکنې پروسی شروع څخه مخکې حکومت او ټاکنو کمیسیون ته ارائه شوی وو.
سیاسی ګوندونه وایی چی په میلیونونو خلګ هغه کسانو څخه دی د راتلونکی ټاکنو کې رای ورکولو لپاره، نوم لیکنه کړي، جعلی دی؛ بناپردی، دا پروسه باید ابطال شی.
ټاکنو کمیسیون او حکومت هیڅ ځواب و دا غوښتنې ته نه دی ورکړي.
په دی حساب سره، داچی راتلونکې ټاکنې هم د ملت په نامه د حکومت په کام ختم شی، د هیلی او ارزونې څخه لیری نه دی؛ دا هغه څه دی چی په تیرو کې هم رامنځته شوی دی.
که څه هم ولسمشر په دی اخیرو کې د ډیرو پیاوړو ګوندونو مشرانو سره بیل بیل لیدنه کړي او دا کار، د پرده ترشا معامله خطر پیاوړۍ کوی؛ خو دا هیله شتون لری چی ګوندونه او سیاسی مشران راتلونکې ټاکنو پروسو کې، اجازه ورنه کړی ټوله څه د ملت په نامه د حکومت په کام تمام شی. دا د سیاسی ګوندونو ذاتی رسالت په یو مردم سالار ټولنه کی دی او د افغانستان په اوسنۍ شرایطو کې هم اړتیا ددی څخه لوړ شتون نه لری.
https://avapress.com/vdchk6nzq23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته