دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۱
د مطلب کود : 189228
د افغانستان څخه وتلو لپاره د آمریکا استراتژی: باید او نه بایدونه

 

 

ځینی چارواکې هغه ډيرو امتیازاتو په نسبت چی ترامپ دولت په لنډه مده کې طالبانو شبه نظامی ډلې په اختیار کې ورکړی دی، هغه هم په داسی شرایطو کې چی دا شبه نظامیان همدارنګه افغان سرتیرو وژنو ته په ټول افغانستان کې ادامه ورکوی، اندیښنه ښودلی دی.

جی اسکات اومرا، آمریکایی ملی امنیت رهبرانو کالج کارپوهانو څخه د طالبانو سره سولې مذاکراتو په اړه نشنال اینترست ته په بیان کې لیکلی دی: تاسو څنګه هغه جکړه پای ته رسوی چی ذاتآ نه پای ته رسیدونکې بلل شوی دی؟

بریالیتوب ته رسیدو لپاره احتمالات چی ریسک حد اقل ته ورسوی کوم دی؟ او کوم ډول سوله دا کار ته رسیدو لپاره اړتیا شته؟

دا هغه پوښتنې دی چی زلمی خلیلزاد، آمریکا سفیر او مذاکره کوونکې ټیم یی تیرو اتو میاشتو کې ورسره لاس او ګریوان دی.

خلیلزاد چی د ترامپ له لوری د طالبانو سره مذاکراتو هدایت لپاره منصوب شوی دی، دوه هدفونو ترمنځ قرار نیولی دی چی په ظاهر کې د تطبیق وړ نه دی. لومړۍ، هغه تړون امضا چی د ۱۸ کالو جګړی وروسته د ځواکونو کموالی لامل شی. دوهم، ددی څخه اطمینان چی افغانستان پخوانۍ وضعیت ته ونه ګرځی او افراطی شبکو ته امن پټنځایونو په حیث چی متحده ایالات او متحدانو ته یی ګواښ وی، بدل نه شی.

څنګه دا مشکل باندی غلبه وکړو؟ په درو کلمو سره؛ احتیاط، کار او صبر.

آمریکایان چی ډیر درانده لګښت ځواکونو او پیسو په لحاظ ورکړی دی. د درک وړ دی چی آمریکا اراده د کار ادامه لپاره کموالی ومومی. جګړی مساله سره آمریکایانو پراخ مخالفت ته په توجه سره، صبر هغه یواځينی څه دی چی هغوی نه غواړی چی خبری ورباندی وکړی. ښه دلیل هم لریږ ددی نښتو آمار هم شرموونکې دی. ۷۴۴ میلیارد دالرو څخه ډير د آمریکا مالیات ورکوونکو پیسو څخه لګښت ورکول شوی دی.

۲۴۳۰ آمریکایی سرتیری وژل شوی دی. اشرف غنی شخص محاسباتو له مخی، د ۲۰۱۴ کال راهیسی په لسګونه افغان افسر او پولیس وژل شوی دی.

احتیاط یو ضروری امر دی ځکه چی عجولانه اقدامات د جګړی پای ته رسولو لپاره کولای شی نښتی ته کور کورانه ننوتلو په اندازه خطرناک وی. هغه څه چی باید ورباندی فکر وشی، دادی چی د ثبات برقراره کول په هغه هیواد کې چی په ژوره توګه د تاوتریخوالی سره لاس او ګریوان دی، ډير پيچلی دنده ده.

دی ته په توجه سره چی افغانستان نږدی ۴۰ کاله جګړییزه حالت کی دی، دا دنده نوره هم مشکل او سخته ده.

په دی اوصافو سره، متمرکز دیپلماتیک ابتکارات یواځينی معتبر لاره ده چی نه پایله موندونکې جګړی څخه ووځی.

ولی دیپلماسی؟ ځکه چی نظامی لاره نه ده او متحمل کوونکې نه ده. یواځی یو قهریه قوه مشکلاتو پای ته رسولو لپاره کار نه کوی. که د طالبانو پیاده نظام له منځه وړنه د افغانستان لپاره حل لاره وای، افغانستان به ډیر وخت مخکې سوله ته رسیدلی وای. د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ اوسنۍ مذاکرات، جدی منتقدان لری.

راین کروکر، آمریکا خارجی سرویس پوه افسر چی باراک اوباما ریاست جمهوری په مده کې د افغانستان سفیر وو، مخکې د خلیلزاد تګلاره تسلیم شوی مذاکره ته ورته لکه ویتناک کې پاریس سولې مذاکراتو ته تشبیه کړه. حسین حقانی، آمریکا کې د پاکستان سفیر د ژونیه په ۱۶ نیټه استریت ژورنال ته په یو مطلب کې وویل، واشنګتن بهتر دی چی احتیاط سره مذاکرات وردوی او خپل چانس په ډګر وازمایی. ځينی هم طالبانو ته ډیر امتیازاتو ورکړی سره چی همدا ډله خپل وژنو ته ادامه ورکړی،  اندیښنه ښودلی دی. 

په هر حال، هیڅوک معتبر ځایناستی په اختیار کې نه لری. د خبرو اترو تعلیق د طالبانو سره هغه هم د مذاکراتو اوو دورونو وروسته، عملآ د یو نظامی تګلاری څخه ملاتړ په معنی دی، هغه هم په داسی شرایطو کې چی هیڅ نظامی تګلاره شتون نه لری.

 

په دوحه کې دا میاشتی خبرو اترو دوه ناستو وروسته، افغانان دپه  ښځو حقوقو ملاتړ کوونکو او قومی ټولنې رهبرانو څخه تر طالبانو شبه نظامیانو پوری او افغان دولت چارواکو پوری، په نتیجه کې مهم مسائلو باندی خبری وکړی. دواړه لورو ددی خبرو اترو په پای کې یو عمومی بیانیه چارچوکات باندی توافق درلود چی راتلونکې ناستو مخته وړلو لپاره دی. همدا حقیقت چی دا ناسته ترسره شوه، د پرمختګ نښه ده.

 

په یو ایده آل نړۍ کې، خبری اتری په سرعت سره نتیجه ته رسیږی. طالبان القاعده سره اړیکه پری کوی او افغانستان خاوره کې خارجی تروریستانو شبکو سره مبارزی لپاره بین المللی ټولنې سره همکاری کوی. آمریکا یونیفورم اغوستونکې ښځی او نارینه خپل وسایل ټولوی او خپل هیواد ته ورګرځی. افغانان یو جامع سولې تړون او اجرایی د جګړی پآی ته رسولو لپاره امضا کوی او طالبان سیاسی پروسو ته داخلیږی او د ټولو افغانانو لپاره، د جنسیت، قومیت، قبیله ای تړون یا دین ته په نه کتو سره قانون په اساس حقوقو او ساتنه رامنځته کیږی.

 

بدبختانه په دی ایده آلی نړۍ کې خپله نه محقق کیږی. دا خپله ترسره کیدونکې نه دی. که هم وی، قطعآ د نورو نښتو او چانه زنیو وروسته مذاکره میز کې به وی. په حقیقت کې، هیڅ تعجب خبره نه ده چی څو افغان هیات د مذاکره اتاق څخه ووځی.

 

باید په یاد ولرو چی دشمن په جګړه کې لاری لری. طالبان کولای شی دیپلماسی کې ګډون سره، په زرهاوو مایله لیری، افغانانو او ائتلافی ځواکونو په وړاندی بریدونو ته ادامه ورکړی. خو غلطی ونه کړو: دا دیپلماسی چی اوس کسل بار دی، تراوسه ډیر ایده او نظرونه په ځان کې لری. نو خلیلزاد ته وایو چی پیاوړۍ واوسه او کار پسی سه او هغه کسانو ته چی نحس آیه وایی هیڅ توجه مه کوه.

 

نشنال اینترست

 

ترجمه:

ایسنا

https://avapress.com/vdcf01dycw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته