دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 192566
د افغانستان په وړاندی د امریکا او طالبانو او پاکستان هم ژبیتوب
ددی پرځای چی لومړۍ افغانستان ته راشی او خپل همبستګی د دلیر او استراتژیک متحدینو افغانانو سره چی د ژوند خطر په قبلولو سره رایو صندوقونو ته لاړ او خپل هیواد راتلونکې لپاره رایه ورکړه، وښیی، داکتر خلیلزاد لومړۍ پاکستان ته ځي او پاکستان سره همبستګی ښیی او شکاره کوی چی پاکستان باید د افغانستان راتلونکې مالک او صاحب وی.
خاوره او ځمکه زموږ، قربانی زموږ، برخلیک زموږ، تیر او راتلونکې زموږ؛ خو افغانستان راتلونکې تصمیم پاکستان وی؟!
فکر کوم چی داکتر خلیلزاد لومړیتوبونه د افغانستان سولې پروسه کې یوځل بیا بیلاری ته روان دی.
لوړ متن، د رحمت الله نبیل؛ ملی امنیت پخوانۍ رییس او ولسمشریز ټاکنو ته نوماند غبرګون پاکستان ته امریکایی ارشد مذاکره کوونکې خلیلزاد سفر په نسبت دی.
د خلیلزاد سفر، تقریبآ اسلام آباد ته د طالبانو مذاکره کوونکې هیات سفر سره یوځای صورت نیسی. که څه هم سهیل شاهین؛ د طالبانو سیاسی دفتر ویاند په قطر کې، دا همزمانی تصادفی بللی؛ خو ځينی پاکستانی رسنۍ اسلام آباد کې د خلیلزاد سره طالبانو نمایندګانو مستقیم لیدنې احتمال څخه خبر ورکړی دی او دا شکاره کوی چی ددی سفرونو همزمانیتوب سازمان یافته او هماهنګ شوی وو.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان اخیرو کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو شاهد وو؛ یو ملی برخلیک جوړونکې او مهم پروسه چی که څه هم د شفافیت په اړه شک شتون لری، نږدی هغه څه دی چی افغانستان اساسی قانون په رسمیت پیژندلی او هغه د قدرت لیږد یواځینی مشروع لاره بللی دی.
په دی اساس، آیا پآکستان ته د امریکا او طالبانو نمایندګانو سفر همزمان کېدل چی هر وخت زموږ هیواد باندی د استعماری قدرتونو همکار او هغوی سلطه تسهیلوونکې پاته شوی دی، افغانستان کې ولسمشریز ټاکنو په وړاندی یو ډول کودتا نه بلل کیږی؟ آیا دا لیدنې چی ددی سفرونو په چارچوب کې صورت نیسی، د افغانستان سیاسی راتلونکې په وړاندی نقشه کشی نه دی؟ آیا امریکایان یوځل بیا افغانستان کې د پاکستان په واسطه یو تازه استعماری پروژي رامنځته کولو په لټه نه دی؟ آیا طالبان بیا هم د امریکا او پاکستان سیاستونو اجرا کوونکې او سلطه ګر قدرتونو لاس وسیله ګرځي؟
دا هغه مهمی پوښتنې دی چی افغانستان خلګو په ذهنونو کې د امریکا، طالبان او پآکستان تازه تحرکاتو په نسبت رامنځته شوی دی.
لکه څنګه چی د ښاغلی نبیل موضع ګیری کې هم راغلی دی، امریکایان او طالبان داسی چلند کوی چی ګویا دا پاکستان دی چی باید د افغانستان راتلونکې برخلیک په اړه تصمیم ونیسی. دا په داسی حال کې دی چی نه دولت او داخلی سیاسی بازیګران په دی مهم پروسه کې نقش نه لری او نه افغانستان خلګ. دا شکاره کوی چی یاد شوی لوری یوځل بیا د افغانستان سره متحد شوی او هغوی لومړۍ هدف هم د ریاست جمهوری اخیر ټاکنو بندون سره مخ کول دی ترڅو موقت حکومت رامنځته کولو او امریکایی-پاکستانی سولې پروژي تحمیل زمینه برابره شی. بیله هغه، هیڅ دلیل شتون نه لری چی د خبرو اترو، سولې او امنیت او افغانستان سیاسی برخلیک موضوع وی؛ خو افغانستان دولت پکښی هیڅ برخه ونه لری او پرځای یی، پاکستان، د امریکا او طالبانو مذاکراتو لوری وی.
امریکا که د هغه بحران د سوله ییز حل لاری په لټه دی چی خپله افغانستان کې رامنځته کړی دی او باید افغانستان دولت او خلګو ته اجازه ورکړی چی خپله خپل سیاسی برخلیک په اړه تصمیم ونیسی.
طالبان هم که د بیګانه قدرتونو پوری اړوند ډلې نه دی او افغانستان ارضی تمامیت او استقلال او ګټو ته متعهد دی، ددی پرځای چی د پاکستان څخه امر واخلی، مستقیما د افغانستان دولت او خلګو او سیاسی او قومی لوری سره خبری وکړی. بیله هغه، هیڅ سوله به افغانستان کې رامنځته نه شی او طالبان هم په دی منځ کې، همداسی د واشنګتن او اسلام آباد لاس وسیله افغانستان کې پاته شی او هیڅ وخت به مستقل پاته نه شی. 
https://avapress.com/vdcepw8zpjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته