دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 201750
د کابل په سړکونو کې مدلینګ؛ د دینی ارزښتونو په وړاندی کودتا

 
پنجشنبه ورځ ځينی کسان د کابل لویدیځ په سړکونو کې د غربیانو په سبک یو کلتوری ضد حرکت د مد او کالیو په نمایش سره ترسره کړ.
 
همزمان ویل کیږی چی مشابه برنامه په هرات کې هم تدارک شوی دی؛ خو سید محمد شیرزادی؛ د هرات حج او اوقاف رییس ویلی دی چی ولنتاین زموږ دین، کلتور او ټولنیز کړنو څخه نه دی او نه به وی.
 
د هغه په وینا کابل ولایت کې جاده ای مدلینګ نمایش او د ۱۰ څخه تر ۱۵ کسه تجمع د مشکلاتو ډيرولو او افغانستان کې قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندی وړلو نه بغیر بل څه نه دی.
 
ښاغلی شیرزادی وویل چی په هرات کې د څلور یا پنځه کسو خوشی او تجارت په خاطر دا کار ته په هیڅ صورت کې اجازه نه ورکوم؛ ځکه هیواد قانون د قرآن فرمان په اساس دا اجازه نه ورکوی.
 
د هغه په وینا، دا ټولنه بی ثباتی او ناامنی لوری ته وړی.
 
لکه څنګه چی د هرات حج او اوقاف اداره رییس په موضع ګیری هم راغلی دی، هغه کسان او سازمانونه چی د انسان کرامت او افغانستان خلګو دینی دستوراتو نص سره په مخالفت داسی یو اقدامات ترسره کوی، د ټول ملت څخه نمایندګی نه کوی او د خلګو باورونو او سنتونو او کلتور کې هیڅ ځای نه لری.
 
هغوی د همغه جریانونو نمایندګی کوی چی داسی مضحک تګلارو سره غواړی د لویو پروژو لپاره په خلګو کې زمینه برابره کړی.
 
دا یو ډول کلتوری کودتا ده چی د افغانستان خلګو دینی ارزښتونه تر برید لاندی راوړی دی. دا اقلیت جریان غواړی ترڅو اکثریت ذهنیتونه او فکرونه د هغه بدلونونو لپاره آماده کړی چی په لړ کې یی دینی ایمان او اعتقادی ارزښتونه او سنتونو او ټولنیز آداب تر پوښتنې لاندی وړی.
 
په دی منځ کې، دا ډیر هیله مند کوونکې دی چی یو رسمی مقام د حج او اوقاف اداره رییس په شان ددی ډولو حرکتونو په وړاندی په شجاعت سره موضع ګیری کوی او اعلانوی چی په ټول توان سره د هغوی مخه نیسی او اجازه نه ورکوی چی کلتور ضد او مزدور عناصر کلتوری کودتا ترسره شی او افغانستان کې خپل دینی ضد اعمال ترسره کړی.
 
په دی توګه، ددی ډول حرکتونو په وړاندی باید دولت او اړوند نهادونه هم راپورته شی او وزارت حج او اوقافو څخه نیولی تر علماوو شورا او اطلاعاتو او فرهنګ او... ددی خطرناک کودتا په وړاندی موضع اعلان کړی.
 
یاد نهادونو چوپتیا ددی حرکتونو په وړاندی شکاره کوی چی ددی حرکتونو ملاتړ استعماری پیاوړۍ قدرتونه کوی او استعماری ځواکونه او نهادونو مستقیم ملاتړ څخه برخمن دی او هغوی اجازه نه ورکوی چی دولت په دی برخه کې کوم کار ترسره کړی.
 
په دی حال کې، لکه څنګه چی د هرات حج او اوقافو رییس هم وویل، د افغانستان قوانین دا اجازه نه ورکوی او د اساسی قانون څخه نیولی تر عادی قوانینو پوری په مستقیم توګه دا نکته باندی ټینګار کوی چی افغانستان قانونی نظام د اسلامی احکامو او دستوراتو په اساس دی او په دی اساس، هر ډول حرکت د افغانستان خلګو دینی اعتقاداتو او باورونو او کلتور په وړاندی غلط او غندلو وړ دی.
 
په دی حساب، که دولت او علماوو شورا او نور مسؤول نهادونه داډول حرکتونو په وړاندی چوپتیا غوره کړی، خلګ حق لری چی د قانون په اساس ددی ډول خارجی استعمار کړنو په وړاندی ودریږی او پرینږدی چی هغوی دینی ارزښتونه او سنتونه تر پښو لاندی شی او ددی هیواد شهیدانو وینو سره اهانت وشی.
 
https://avapress.com/vdcam6nuw49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته