دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 255835
غدير؛ په امامت کې د نبوت دوام
آوا - ورځني کتنه: غدیر د اسلام د سیاسي قدرت لومړنی او ستر نندارتون بلل کیدای شي. ځکه دا لومړی ځل و چې اسلام د یوې ریښې لرونکې مکتب په توګه، د یوه پلان، همغږي او د نظم او قانون، اصولو او د اجتماعي ژوند، واک، حاکمیت او تاسیس له اصولو سره، د یوې سیاسي – ایډیالوژیکي غونډې په ترڅ کې له هجرت وروسته هم خپلې لارې ته دوام ورکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع او د غدیر خم په نامه سیمه کې مسلمانانو ته د دې زمینه برابره کړه چې په یوه مهمه مسئله کې له هغوی سره خبرې وکړي او په دې اړه د هغوی نظر او نیت وپوښتي.
 
په دې معنا چې په اسلام کې د سیاست او حکومت اداره غیر حاکمه ده. ځکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دې پر ځای چې د یوه حاکم فرمان په صادرولو او یا د خپلو ماتحتانو او باوري کسانو د شورا په جوړولو سره مسلمانانو ته د خپل ځای ناستي او جانشین د ټاکلو اعلان وکړي، د لومړي ځل لپاره یې د خدای (ج) په حکم خپل نظر یی و ټولو سره شریک کړ.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خلکو په مخ کې ودرېد، هغوی ته یې خطاب وکړ او د اسلام او اسلامي سیاست او حکومت کولو راتلونکې لاره یې له خلکو سره شریکه کړه، لکه څنګه چې د خدای حکم دی.
 
ويې ويل: د چا چې زه مولا يم، دا علي د هغه مولا دى.
 
په دې بیان کې هیڅ ظلم او جبر نشته. پېغمبر اکرم (ص)  يو مامور و او له همدې امله يې هغه څه ويل چې باید يي ویلي وايي.
 
هلته هيڅوک هم په توره ولاړ نه وو چې د علوي ولايت څخه چې د پيغمبر (ص) د رسالت دوام دی د نه منلو په صورت کي د چا څخه سر پرې کړي. دا د اسلام، د اسلام د پیغمبر، د اسلام د امام او ساتونکي منطق نه دی.
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوښتنه، خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې د علوي ولایت په بیعت سره د نبوي رسالت د دوام تصدیق وکړي.
 
خلک په ډله ډله راغلل او د دوستۍ، بیعت، امامت او اطاعت لاس یې په هغه لاس ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پورته کړی و.
 
دا بې له شکه چې دوی د داسې کولو لپاره آزاد وو. هیڅ مجبوریت یا زور نه وو.
 
داسې ټاکنې ترسره شوې چې رایه ورکول یا نه ورکول اختیاري وو. نو خلکو کولای سواي چي بیعت ونکړي مګر دوی داسي ونه کړل.
 
په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت پراخ شو او د علوی ولایت د امت په بیعت سره دوام وکړ.
 
له همدې امله غدير يو ساده او بې پيغامه غونډه نه وه چې د امير المومنين عليه السلام لپاره د پېغمبراکرم (ص) د مينې د ژورتيا څرګندونه وکړي. بلکي پېغمبراکرم (ص) وروستۍ تيارۍ يې په نظر کې ونيولې، او په دې پوهېدل، چې دا وروستى فرصت دى، چې په دې ستره انساني او اسلامي ټولنه کې به حاضر وي، خلک يې راغونډ کړل، تر څو د يوې مهمې خبرې په اړه خبر کړي. او په دې توګه په امت مسلمه باندې د الله تعالی نعمت بشپړ او په مؤمنانو باندې دين بشپړ کړي.
 
ايا له يو انسان څخه بل ته د مينې او دوستۍ اظهار دومره اهميت لري چې د يوه مکتب په اجتماعي تقدير پورې تړلى وي او اهميت يې دومره مهم دى چې د غدير خم د تاريخي پېښې پېښېدل همدومره عزت او ثواب لري؟
 
عقل دا حکم نه کوي، او روایتونه، دواړه شیعه او سني روایتي سرچینې پدې ډول نه دی تفسیر شوی.
په غدیر، امت د خدای (ج) په حکم او د هغه د پیغمبر له لارې د یو "انتخاب" په وړاندې ودرول شول. هغه انتخاب چې د ملت او مکتب راتلونکي برخلیک پورې اړه لري: د علوی ولایت سره د پیغمبرۍ ماموریت دوام.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xkyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته