دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 283312
د امنیتي کمیسیون غبرګون؛ امنیت شورا د کاذبو اطلاعاتو تر اغېز لاندې ده
رحمت الله فیضان/ د ۲۰۲۳ میلادي کال د دسامبر د میاشتې په ۲۹مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناسته پرته له دې چې د افغانستان حکومت استازي پکې ګډون ولري د ۲۷۲۱ پرېکړې په صادرېدو سره پای ته ورسېده، چې په یوه برخه کې یې راغلي: د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو یوه ډله او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی دې وټاکل شي، چې په ګډه د بین الافغاني خبرو لپاره لار برابره کړي، که څه هم د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۳ غړو مثبته رایه ورکړه، خو روسیې او چین خپله رایه ونه کاروله دا ځکه چې روسیې استدلال وکړ، چې که د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مشوره ونه شي، روسیه به د ځانګړي استازي ملاتړ ونه کړي، همدا راز روسي استازي دا هم وویل: چې د نورو ساز ته نڅا مثبتې پایلې نه لري او د افغانستان تاریخ د داسې لټون له ”غمجنو بېلګو” ډک دی.
د چین استازي هم وویل: ”تمه کوو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له افغان چارواکو سره د رغنده تعامل له مخې د ځانګړي استازي په ګومارنه کې دقت وکړي او مناسبې حل لارې به ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ثابته کړه، چې د دې هېواد لپاره له بهره تپل شوې حل لارې بالاخره له ناکامۍ سره مخامخیږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل چټک غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: (د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کیږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوس مهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هېواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسائل مدیریت کړي.
د بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه له چین او روسیې سره همغږي کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نژدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده حل کړې، بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی.
د امنیت شورا له پرېکړې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې وروسته د افغانستان امنیتي کمیسیون چې مشرې یې دفاع وزارت کوي یو مطبوعاتي کنفرانس ورکړی، کنفرانس ته چې د افغانستان د امنیتي کمیسیون مشر او دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد خبری کولې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په ګوته نیولو سره وویل: په سیمه کې له افغانستان څخه د تشویشونو د ایجاد لپاره د ځینو مغرضو داخلي او خارجي کړیو له لوري هڅې روانې دي. دا مغرضې کړۍ کاذب اطلاعات تولیدوي او مختلفو لورو ته یې د مختلفو چینلونو له لارې رسوي او غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له افغانستان څخه تشویشونه ایجاد کړي، د کاذبو اطلاعاتو تولید اوس د دې مغرضو کړیو یو تجارتي کاروبار ګرځېدلی، غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات او خپل شوم اهداف لاسته راوړي، امنيت شورا د کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې ده، نو د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د امنيتي وضعيت د کاذبو راپورونو تر اغېزي لاندې را نه شي.
ښاغلي مجاهد خپل حکومت د دوحې تړون ته ژمن وباله، په کوم کې چې ټینګار شوی، چې د اسلامي امارت له لوري به د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد نه کاریږي، نوموړي وویل: موږ په خپل تعهد ولاړ یو، کله به هم چاته اجازه ورنکړو چې افغانستان د نورو په خِلاف وکاروي او نه به چاته اجازه ورکړو چې د افغانانو له مجبوریتونو استفاده وکړي او افغان ځوانان د نورو په خلاف وکاروي، په دې اړه ټول لازم وقايوي تدابير نيول شوي، موږ د هیچا په خِلاف د تجاوز اراده نلرو او نه د چا تجاوز منو.
پورتنیو مسایلو ته په کتو سره د سړي په ذهن کې دا ورګرځي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه باید وپوښتل شي؛ چې د داسې یو حکومت په شتون کې چې د هېواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي، سرتاسري امنیت راوستلای شي، نوي سلنه شریر افراد چې زموږ هېواد او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي له منځه وړلای شي، خپل هغه مخالفین چې شل کاله یې د اشغال په ملاتړ خپل ولس وژلی عفوه کولی شي، د اختطافچیانو او سړي تښتوونکو شبکې او مسلحو غلو ډلې له منځه وړلای شي او د سلګونو انسانانو ژوند ژغورلی شي، د مخدره موادو قاچاق له منځه وړلای شي ،په مخدره توکو د ۹۵۲۰۵ تنو روږدو کسانو درملنه کولی شي، د طبیعي پېښو پر مهال د خپل ولس ستونزو ته رسیدګي کولی شي چې ژوندی مثال یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په هرات کې د زلزله ځپلو د ژغورنې عملیات او له دوی سره لسګونه میلیونه مالي نغدي مرستې دي او همدا راز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هېواد ته په اجباري ډول د راستنېدونکو افغان مهاجرینو د انتقال او ځای پر ځایکولو په برخه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو د عالي کمیسیون په چوکاټ کې مرسته د امنیت لپاره یې د فوق العاده امنیتي اجرائتو پلانونه جوړول او پلي کول، اداري فساد چې نړیوال ایتلاف یې په له منځه وړولو کې عاجز وو، صفر ته را ټیټه ول، شفافیت را منځته کول له خپلو عوایدو سترې-سترې ملي پروژې په کار اچول، د ولس حقوقي ستونزو ته پر خپل وخت رسیدګي کول، چې په دې برخه کې یې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په ټولیز ډول له ۴۶ زره څخه زیاتې جزائي دوسیې حل او فصل کړي دي، چې له دې جملې څخه (۳۰۳۴۷) جنایې قضیې (۱۲۱۸۹) د عامه امنیت او اداري فساد قضیې او (۴۲۶۱) د نظامي مسنوبینو اړوند قضیې شاملې دي.
آیا د داسې یو هېواد لپاره چې حکومت یې ټول ملي او بین المللي معیارونه پوره کړي دي، د دې پر ځای چې تعامل ورسره وشي، په رسمیت وپیژندل شي، له ولس سره یې واقعي خواخوږي وشي، د نړیوالي ټولنې له لوري فرمایشي استازي ورولېږل او پر ټولو عیني واقعیتونو سترګې پټول پرته له دې چي د افغانستان بي ثباتي ته نوې کړکۍ را پرانزي د بل څه په معنی کیدلی شي؟
افغانستان له پېړیو راهیسې د آسیا او اروپا او هم د آسیا ترمنځ د تجارتي توکو، مذهبونو او کلتورونو د لېږد او اتصال مرکز و، چې د استعمار په دور او د تېرو څلور لسیزو جګړو په نتیجه کې یې خپل مرکزیت له لاسه ورکړی او منزوی شوی وو، خو دا دی د استعمارونو او جګړو په له منځه تلو سره افغانستان یوځل بیا خپل اصلي مسیر ته را ګرځيدلی، نړیواله ټولنه ګاونډي او د سیمې هېوادونه که له افغانستان سره رښتوني وي او له زړه له دې ځورېدلي ولس سره خواخوږي لري د استازو د را لېږلو پرځای دې د نوي حکومت د تقویې او ملاتړ لاسونه را اوږده کړي.
https://avapress.com/vdcezx8wwjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته