دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 123505
په لوګر ولایت کې په زیاته کچه له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته د وسلو او مهماتو د برابرونکي نیونه
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندي کلي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د وسلو او مهماتو د برابرولو مسئول له:

- ۷ موټرو

- یو میل کلاشینکوف

- ۳۵۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت ډوله چاودېدونکو توکو

- ۴۸ کیلوګرامه پوتاشیم کلوراید ډوله چاودېدونکو توکو

- د هاوان له ۲۹ سرګلولو

- ۶۸۰ کیلوګرامه نشه ای توکو

- د BM1 له ۲۹ سرګلولو

- ۱۷ کیلوګرامه تروتېلو

- د کلاشینکوف له دریو پرتلو

- او ۴ بستو ثانیه سوزېدونکې فلیتې سره نیولی دی.

ترهګرو ډلو هوډ درلود له یادو وسلو او مهماتو څخه په ترهګریزو بریدونو کې ګټنه وکړي.
https://avapress.com/vdcbgfb8srhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته