د کریکټ د انټر کانټېننټل کپ یا لویو وچو جام د سیالیو په ترڅ کې افغانستان نمیبیا ته په ډیر لوی توپیر ماتې ورکړه.
د کریکټ د انټر کانټېننټل کپ یا لویو وچو جام د سیالیو په ترڅ کې افغانستان نمیبیا ته په ډیر لوی توپیر ماتې ورکړه.
د دغې لوبې په گټلو سره افغانستان ټول شل پواینټونه تر لاسه کړل او د نمور په جدول کې یې دریم ځای یې خپل کړ.
د افغانستان او نمېبیا تر منځ دغه لوبه په هند کې د نوییدا گرییټر Noida Greater په لوبغالې کې تر سره شوه.
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو په څیر د فرسټ کلاس یا لومړۍ درجې په دغه څلور ورځینۍ لوبه کې هم ډیره ښه وځلیده.
افغانستان خپلې سیالې لوبډلې نمیبیا ته په یوه اننگز او ۳۶ منډو ماتې ورکړه.