دخپریدو نیټه :شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 132849
جمهوررئیس غني د ویډیويي کنفرانس له لارې د لسو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام په ارګ کې د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د کندز، بغلان، فاریاب، روزګان، زابل، فراه، بادغیس، غور، ننګرهار او کنړ ولایتونو عمومي وضعیت او کورنیو بیځایه شویو ته د رسیدنې بهیر وارزاوو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام په ارګ کې د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د کندز، بغلان، فاریاب، روزګان، زابل، فراه، بادغیس، غور، ننګرهار او کنړ ولایتونو عمومي وضعیت او کورنیو بیځایه شویو ته د رسیدنې بهیر وارزاوو.
د افغان خبری آژانس (اوا) له مخی ،جمهوررئیس د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او کورنیو بیځایه شویو ته د رسیدنې په هکله د ملکي او امنیتي مسوولینو د کاري اجرأتو راپورونه او په بېلابېلو برخو کې یې د هغوی د اقداماتو او ستونزو په اړه وړاندیزونه واوریدل.

په پيل کې د کندز، بغلان، فاریاب، روزګان، زابل، فراه، بادغیس، ننګرهار او کنړ والیانو او همدارنګه د ۲۰۱سیلاب، ۲۰۵اتل، ۲۰۹شاهین او ۲۰۷ظفر قول اردوګانو قوماندانانو، د ختیځ، جنوب، لویدیځ، شمال او شمال ختیځ د پولیسو زونونو قوماندانانو د امنیتي اجرأتو، پلانونو او کورنیو بیځایه شویو ته د رسیدنې په هکله راپور ورکړ او په دې برخه کې يې وړاندیزونه وکړل.

د یادو ولایتونو والیانو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې کورنیو بیځایه شویو او زیانمن شویو ته به په وخت رسیدنه وشي او دوی به خپله د دغه بهیر سرپرستي وکړي او د بیځایه شویو د ستونزو تر حلېدو به دا بهیر روان وي. د فراه والي وویل، د دغه ولایت د بیځایه شویو لپاره تدابیر نیول شوي او یو شمېر کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ګرځیدلې دي.

د غور والي د تروریستانو له‌خوا د ملکي وګړو د ډله‌ییزې وژنې د وروستۍ بوږنونکې پېښې په اړه راپور ورکړ وې ویل، د شهیدانو کورنیو سره په خپل وخت مرسته او همکاري شوې ده. هغه زیاته کړه: کوم کس چې په دغه پېښه کې لاس درلود او څه وخت مخکې يې د داعش بیرغ پورته کړی و او په دغه پېښه کې یې لاس درلود، زړورو امنیتي ځواکونو له منځه یوړ او درې تنه نور تروریستان چې په دغه پېښه کې لاس لري تر تعقیب لاندې دي.‎

یو شمېر والیانو وړاندیز وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې دښمن سره د مبارزې، سرښندنو او د هغوی د شومو پلانونو د دفع کولو په خاطر وستایل شي چې دغه وړاندیز جمهوررئیس ومانه او د امنیتي سکتور وزیرانو او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د قدرونې په موخه دې د دغو ځواکونو لیست ترتیب کړي.

د ۲۰۵اتل قول اردو مسوولینو د سختو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړ وې ویل، د ترینکوټ ـ کندهار مواصلاتي لار د خلکو پرمخ پرانیستې ده او د ژمي فصل د رارسیدو په خاطر یې د تدابیرو نیولو لپاره امکانات وغوښتل.

د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان هم د امنیتي تدابیرو او د دښمن د شومو پلانونو د خنثا کولو په اړه ډاډ ورکړ وې ویل، د سلما بند او د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ د امنیت په خاطر یې لازم امنیتي تدابیر نیولي دي.

د فراه ولایت امنیتي مسوولینو د نشه‌یی توکو د یوې فابریکې د ویجاړولو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له دغې پدیدې سره د مبارزې په خاطر هراړخیزې هڅې روانې دي، چې دا ګام یې جمهور رئیس هم وستایه.

د شاهین ۲۰۹قول اردو قوماندان وویل، وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنترول کې دی، د غورماچ ولسوالۍ له دښمن څخه نیول شوې او په بشپړه توګه تصفیه شوې ده. هغه وویل، د بغلان او کندز لار هم د خلکو په مخ پرانیستې ده.

جمهوررئیس د یادو ولایتونو د ملکی او امنیتي مسوولینو د راپورونو له اوریدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ همدارنګه د والیانو دا کار چې د خلکو ستونزو ته له نږدې رسیدنه کوي وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړي ډول د غور او ننګرهار ولایتونو وروستیو شهیدانو پاک روح ته یې د خدای په دربار کې دعا وکړه.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا په هېواد کې په وحشیانه ډول د بي دفاع وګړو وژنې په ځانګړي ډول غور ولایت کې وغندلې او د دغه ولایت خلکو ته یې یو ځل بیا تسلیت او همدردي څرګنده کړه. هغه وویل، د دغې زړه بوږنونکې پېښې په خاطر په ټول هېواد کې خلک سخت خواشیني شوي دي.

جمهوررئیس وویل، د غور ولایت پېښې د شهیدانو او ټپيانو کورنیو سره د مرستې او همدردۍ په منظور به دغه ولایت ته پلاوی ولېږي. هغه ټینګار وکړ چې د تروریستانو د ځالو د ختمولو لپاره به نظامي عملیات پيل شي او د افغانانو قاتلین به د قانون سره سم مجازات شي.

همدارنګه جمهوررئیس د دښمن د شومو موخو او پلانونو په دفع کولو کې د امنیتي او دفاعي مسوولینو د بیړنيو نوښتونو او اقداماتو په خاطر مننه وکړه وې ویل، د دغه ځواکونو ترمنځ د بشپړې همغږۍ له امله دښمن په خپلو شومو موخو کې ناکام شوی دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، د دښمن د تهدیداتو د دفع کولو په غرض باید لازیات جدي تدابیر په پام کې ونیول شي، د سلما بند او د هرات ـ خواف او د موریچاق سیمې د اوسپنې پټلۍ د امنیت د ټینګښت په منظور دې جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.
جمهوررئیس ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په وخت سره د شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د ننګرهار د پچیراګام پېښې قربانیانو ته دې رسیدګي وشي او مالیې وزارت ته یې دستور ورکړ چې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدنې په موخه دې په وخت سره لازم امکانات برابر کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د ولایتونو په کچه نظامي اړتیاوې او ستونزې وارزوي او هغو ته د رسیدنې په موخه بیړني ګامونه پورته کړي. همدارنګه یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې له سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره په همغږۍ دې د امکاناتو په چمتو کولو کې اقدام وکړي.

جمهوررئیس د ټولو زونونو نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، امنیتي راپورونه دې په وخت سره د امنیتي سکتور وزیرانو او مسوولینو سره شریک کړي چې په وخت سره بیړني، اغیزناک پلانونه ونیول او ګامونه پورته شي.

همدارنګه جمهوررئیس د ترینکوټ ـ کندهار لارې د خرابېدو په خاطر د وار له مخې تدابیرو د نیولو په خاطر مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې امکانات چمتو کړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، مرستو بستې به په درې برخو کې بشري، عاجلو او انکشافي کې چمتو شي چې زیانمن شوي ولایتونو ته به د پرمختیايي مرستو په بستو کې لومړیتوب ورکول شي او د هغې په عملې کولو کې یې د خلکو نقش ډېر زیات مهم وباله. هغه همدارنګه وویل، د بشري مرستو فهرست دې ژر ترتیب شي چې د مالیې وزارت د هغې له مخې لازم اقدامات وکړي.

جمهوررئیس په ډاکه کړه، چې قوای کار رامنځته شوی دی، د کابل کندهار لارې د حفظ او مراقبت لپاره د چارو اداره او د فوایدعامې وزارت موظف شوي دي چې د دغه مسیر د ښه حفظ او مراقبت لارې چارې ولټوي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزیرانو، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي، په عامه اړیکو او سټراټيژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست او یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود.#

https://avapress.com/vdcc0iqso2bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته