دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 192443
د ترینانو قومی شورا رهبری هیئت په ولایت مقام کی دکندهار والی حیات‌الله حیات سره وکتل، چی پر مهال یې د سنا مجلس پخوانۍ سناتوره رڼا ترین، یو شمیر مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.
په دې لیدنه کښی د ترینانو قومی شورا رهبرۍ هیئت د پوهنی په برخه کی د کندهار والی وروستی اقدامات وستایل او د اصلاحاتو پیل یې وستایه.
دوی معارف د ټولنی اساس او بنیاد یاد کړ او زیاته یې کړه، چی د پوهنیز نظام د تقویت لپاره دی هر ډول چلنجونه او خنډونه له منځه یوړل سی.
دوی دغه راز ولایت مقام ته په یادو او نورو برخو کی د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چی د اړتیا پر وخت بېلابېلو ولسی همکاریو ته چمتو دی.
وروسته کندهار والی حیات الله حیات خبرو کی وویل؛ معارف زمونږ لپاره سره کرښه ده او د پوهنیز نظام پیاوړتیا او په دې برخه کښی بنیادی اصلاحات راوستل یې د لومړیتوبونو څخه دی؛ څو کندهاری ولسونه د پوهی او قلم په مرسته ځانونه له سیالانو سره یو کړی.
کندهار والی په یاده برخه کی د ولسونو همکاری هم اړینه وبلله او په خبره یې ګام پر ګام د ستونزو حل او په پوهنیز نظام کښی اړین کارونه ترسره کول د ولس د همکارۍ په مټ ښه ترسره کېدای سی.
ښاغلی حیات دغه راز اصلاحات او په ادارو کښی تغیرات راوستل د پرمختګ لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه، چی ولس باید په تصمیمونو کښی د ولایتی ادارې ملاتړ وکړی.
په پای کښی کندهار والی ډاډ څرګند کړ، چی د ولایتی ادارې دروزاه تل د عامو خلکو پر مخ خلاصه ده او هر وخت له قید او شرط پرته د وړاندیزونو او مشورو په موخه ولس مراجعه کولای سی.
https://avapress.com/vdci5razpt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته