دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 193636
هلمند د ۴۰ ورځو په ترڅ کې د ۹۱ وسله والو طالبانو وژل کیدل
د هلمند امنيتي چارواكو وایې، په تیرو ۴۰ ورځو کې ۹۱ وسله وال طالبان په دغه ولایت کې وژل شوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان حسام الدين هلمندي وویل ځانګړو ځواکونو په تېرو۴۰ ورځو کې د یو لړ عملياتو په ترڅ کې ۹۱ وسله وال طالبان وژلي او ۲۴ تنه یې ټپيان كړي دي.
د ښاغلي هلمندي په خبره چې افغان ځواکونو په پوره دقت عملیات تر سره کوي او تر اوسه پورې د دغو عملیاتو له وجې هېڅ ملکي وګړي ته ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.
امنیه قوماندان هلمندیانو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به یې د وسله والو طالبانو له ظالمونو خلاص کړي.
د هلمند اوسیدونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو ستایي او مننه کوي چې دغو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی.
https://avapress.com/vdcdss0f9yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته