دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 47730
دډاکتر داوود شاه صبا له خوادهرات دښځو چارو رییسه معرفي شوه
محبوبه جمشیدي چې له هنرونو له پوهنځۍ څخه فارغه شوې او د اطلاعات او فرهنګ دوزارت پخوانۍ مدیره وه، اوس اوس دولسمشر دحکم په اساس دهرات دښځو دچارو درییسې په توګه ټاکل شوې
دښځو دچارو نوې رییسې، دښځو په وړاندې له هرډول تاوتیریخوال سره مبارزه، دهرات په ولایت کې له خپلو لمړنیو کارونو څخه وګڼله.
محبوبه جمشیدي چې له هنرونو له پوهنځۍ څخه فارغه شوې او د اطلاعات او فرهنګ دوزارت پخوانۍ مدیره وه، اوس اوس دولسمشر دحکم په اساس دهرات دښځو دچارو درییسې په توګه ټاکل شوې چې نن دهرات دوالي ډاکتر داوود شاه صبا له خوا دهغې ادارې کاوکونکو ته وروپیژندل شوه.
دهرات دولایتي شورا رییس ډاکتر عبدالظاهر فیض زاده هم خپله هیله څرګنده کړه څودښځو چارو ریاست په نژدې راتلونکې کې دښځو دفعالیتونو په ځواکمندوکې له یوې پالیسي جوړونکې ادارې څخه په طرح وروکوونې اداره باندې واوړي.
دښځو دچارو نوې رییسې محبوبه جمشیدي ددې خبرې دوینا پر ترڅ کې چې دهرات دښځو دوضعیت په ښه والی کې به هیڅ ډول هڅه او هاند ونه سپموي،څرګنده کړه: پدې ولایت کې دښځو په وړاندې دهرډول توپیر او تاوتریخوالي پرضد کلکه مبارزه کوو څوپدې ولایت دښځې او نر دمقابل دوناوي فرهنګ بنسټیزشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuya5.t1ayp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته