دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 269934
د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر چې په دې وروستیو کې یې د اسلامي امارت پر وړاندې له مقاومت لاس اخیستی، له نورو هغو کسانو چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي، د خبرو له لارې د افغانستان د مسئلې د حل غوښتنه کړې، د زهیر په وینا له ۴۵ کلنې جګړې د تباهي پرته بل هیڅ د افغانستان او د دې هیواد خلکو نه ده لرلي.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت نږدې یوې رسنۍ «حریت راډیو» پرون جمعه (ثور ۲۲) په خپله ټویټر پاڼه کې د طاهر زهیر ویډیويي ټیپ خپور کړ.
 
د تېر حکومت وزیر او والي وویل، افغانستان د بېلابېلو قومونو، کلتورونو، ژبو، عنعناتو او مذهبونو لرونکی هېواد دی او اسلامي امارت ته لازمه ده چې د قومي پیوستون او ملي یووالي میکانیزم لا پیاوړی کړي.
 
د بامیان پخوانی والي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزیر طاهر زهیر په خپله لومړنۍ رسنیزه تبصره کې ویلي چې په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت پر ضد د پراخو منفي تبلیغاتو له امله دا یو څه ستونزمن وه چې له اسلامي امارت سره یو ځای شئ، تعامل وکړئ او باور وکړئ."
 
په دې ویډیو کې ظهیر ویلي چې اوس پر اسلامي امارت باور لري او کومه ستونزه نه ویني. زهیر له نورو هغو کسانو چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي غوښتنه کړې چې د افغانستان مسایل د خبرو له لارې تعقیب کړي.
 
د بامیان ولایت لپاره د مخکني حکومت والي په دې خبرې ټینګار سره چې ۴۵ کلنې جګړې د افغانستان او د دغه هیواد د خلکو له تباهۍ او بربادۍ پرته بله نتیجه نه ده لرلې وویل: جنګ تاوتریخوالی زیږوي او دا لړۍ به دوام کوي.
 
طاهر زهیر له اسلامي امارت سره د یو ځای کېدو د څرنګوالي په اړه څرګنده کړه، چې له ډېرې مودې راهیسې د سمنګان ولایت د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست له ولایتي چارواکو سره په همغږۍ دغه موضوع څېړلي او د «باور» پر بنسټ یې په دې اړه پلټنې وکړي او د استخباراتو سره د مذاکرې او خبرو لاره غوره کړه او بالاخره یې له مقاومت لاس واخیست.
 
طاهر زهیر په تېر حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر او د جمهوري ریاست وروستی وختونو کې د بامیان ولایت والي و. داسلامي امارت له لوري د جمهوریت له سقوط وروسته څرګنده نه ده چې نوموړی چیرته و، خو کله چې اسلامي امارت د خپل قومندان مولوي مهدي د ځپلو په موخه د بلخاب سرپل ولسوالۍ برید وکړ، له مولوي مهدي سره یې عکسونه خپاره شول.
 
https://avapress.com/vdcip3ar5t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته