دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 108261
پروان کې د دیني مدرسې زده کوونکي
د افغانستان په شمالي پروان ولایت کې د یوه دارالحفاظ ۴۶ زده کوونکي د غرمنۍ تر خوړلو وروسته \'\'مسموم\'\' شوي دي.
ددغه دارالحفاظ یوه سر ښوونکي نیک محمد نجرابي بي بي سي ته وویل: \'\'تېره ورځ تر غرمنۍ خوړلو وروسته ۴۶ زده کوونکي مسموم شول، چې د پروان ملکي روغتون ته تر رسول کېدا وروسته یې درملنه شوې او زیاتره یې بېرته استول شوي دي. اته کسان لاهم په روغتون کې دي، خو وضعیت یې ښه دی.\'\'
ښاغلي نجرابي وویل، د جبل السراج ابو ذر الغفاري دارالحفاظ د زده کوونکو مسمومېدو اصلي لامل لاهم نه دی روښانه شوی.
چارواکو ویلي، ځینو مسمومو شویو زده کوونکو کانګې کولې.
ځینو مسمومو شویو زده کوونکو ویلي، د ډوډۍ تر خوړلو وروسته دوی احساس کړه، چې شاید خوړو کې یوڅه ورګډ شوي وي.
په تېرو څو کلونو کې د کابل ښه ګډون د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ښوونځي نجونې مسمومې شوې، چې د خلکو او حکومت اندېښنه یې زیاته کړې وه، خو له تېر څه باندې یوه نیم کال راهیسې د مسمومېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd9j0ffyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته