دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 266072
روسیه: امریکا او ناټو د اوکراین جګړې ته لمن وهي
په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي ویلي، امریکا او د ناټو متحدین یې د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې له لارې د اوکراین جګړې ته لمن وهي.
افغان غږ خبری آژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي "واسیلي نیبنزیا" د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین د نورو هېوادونو په چارو کې په لاسوهنې او په اکراین کې د جګړې د ناکرارۍ په لمن وهلو تورن کړل.
 
هغه په ​​دې اړه وویل: د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین د دغه هیواد په هره نړیواله مسئله او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې په نامناسبه توګه لاسوهنه کوی او اوکراین د دغه ډول لاسوهنو یوه ښکاره بیلګه ده.
 
نبنزیا په دوام کې وویل: لویدیځو هیوادونو پخوا هم موږ ته دوکه ورکړې او اوس هم د ناټو د بې کنټروله پراخیدو د حق په ورکولو سره دې کار ته دوام ورکوي.
 
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی په دوام کښې د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې د امریکا تیریو ته په اشارې سره وویل: د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسي امریکا له خپلې خاورې بهر ۲۵۱ پوځي عملیات ترسره کړي دي او نورو هیوادونو ته درانه زیانونه اړولي دي.
 
نبنزیا دې قضیو ته په اشارې سره څرګنده کړه: لویدیځ باید دا حقیقت ومني چې په نړیوال ډګر کې نور لوبغاړي هم شتون لري چې خپلې ګټې لري او دا اړینه ده چې له دوی سره یوځای شي او حتی د اصولو پراساس په ځینو مسئلو کې همکاري وکړي.
 
د لويديځوالو له ملاتړ سره سره روسيې د اوکراين لږ تر لږه شل سلنه خاوره نيولې ده.
 
روسیې تر دې مخکې هم څو ځلې ټینګار کړی چې لویدیځ هېوادونه په غیر رسمي ډول اوکراین ته د وسلو په ورکولو سره جګړې ته داخل شوي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف تیره اونۍ وویل: "د مستقیم او غیر مستقیم لاسوهنې تر مینځ کرښه په تدریجي ډول ورکیږي."
 
https://avapress.com/vdciyqarrt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته