دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 52125
كال،دپانګې تيښته او داقتصادي بحران دپيښيدو احتمال

۲۰۱۴ كال به تردې وروسته،د افغانستان د ډيرو راتلونكو پيښود رمزنوم وګڼل شي،اقتصادي ډګر هم،د هغه حياتي او ټاكونكي اهميت له كبله چې د هيوادونو په سياسي او اقتصادي ثبات او پياوړتياكې ئې لري،نه شي كولاى لدې خوا څخه په امان كې وي.
د ورستيو ورځو او اوينو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت ددغه صعودي سيرسقوط،د هيواد د راتلونكي اقتصاد په نسبت د انديښنولمن،د مشرانو جرګې ته هم خپره كړه.
پرون د مشرانو د جرګې يو شمير استازو،د بهرنيو اسعارو د نرخ د لوړيدو اصلي دليل،او دهغو په وړاندې د افغانۍ حيرانوونكى او ورځ په ورځ كميدونكى ارزښت هغه شايعي وبللې چې د سياست او رسنيو فضا په ۲۰۱۴ كال كې د بهرنيو ځواكونو تروتلو وروسته،د وضعيت د برتركيدو د احنمال په وړاندې مطرح كيږي.
يو سناطور،په كابل ښار او نورو ولايتونو كې د كورونو خرڅول،د خلكو له خوا دهيواد دپريښودل او د بهرنيو اسعارو لوړيدل،د خلكو له عمده انديښنو څخه وګڼلې،په هيواد كې ئې د بهرنيو اسعارو د بيې دلوړيدو دليل،په ۲۰۱۴كال ك دبهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د حكومت له وضعيت څخه مخ په زياتيدونكې انديښنې وبللې.
هغه وويل:زه د ملي اقتصاد له كميسيون نه غوښتنه كوم،څو يوداسې تدبير وسنجوي چې دبهرنيو اسعارو بهر ته له وتلو څخه چې زمونږ دپولي واحد د ټيټوالي او دهيواد د اقتصادي بحران لامل ګرځي،مخنيوي وشي،پدې حال كې داسې ښكاري چې يوازې دا كار نه شي كولاى،دبهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ورځ په ورځ زياتيدونكي سقوط اساسي لامل وي.
ځينې اقتصادي كارپوهان وائي چې په ۲۰۱۴ كال كې دبهرنيو ځواكونو تروتلو وروسته د اوضاع په كنترولو كې د افغانستان د دولت او امنيتي كمزوريو پربنسټ د رپوټونو په خپرولو نشرولو پسې چې ډير دلويديځو رسنيو خپاره شوي او لمن ورته وهل كيږي،پانګوال خپل اسعار او پانګې له هيوادونه بهرته ليږدوي او له هيوادونه دپانګې د ويستلو بهير ته د افغانۍ قيمت باندې د افت د ډيروالي احتمال زيات كړي.
پدې حال كې،تمه ده چې حكومت او واكمنۍ ادار به په هيواد كې دسوداګرو له خوا دپانګه اچونې د جلب او جذب لپاره په هيوادكې د پانګه اچونې په ادارې بهير كې د اسانتيا وو د برابوولو له ليارې،په بيلابيلو برخو كې د كار د اړينو زمينو د ايجاد،كورنيو او بهير سوداګرو او پانګه اچوونكو ته د ډيرو ګمركي امتيازاتو په وركولو او كورنيو او بهرنيو پانګوالو ته دامن او ډاډمنو شرايطو د ايجاد دترڅنګ د اقتصادي بنسټونو د پاوړتيا له لارې د كلكو تدبيرونو په نيولو سره و توانيږي چې ددې بهير د ډيرو خپراوي مخه ونيسي.
دپانګې تيښته،له هر هيواد څخه چې وي،دهغه هيواد د اقتصاد په وړاندې يوبالقوه خطر شميرل كيږي،خو دا خطر په هغو هيوادو كې چې د خصوصي برخې په پانګه اچونې او بهر پورې په تړلي كمكي اقتصاد پورې تړلي دي،ډيرشدت لري.
البته،داپدې معني ندي چې دهيواد اقتصادي وضعيت اوسمهال بحراني او بې حاله دى،خو اوسنى بهير په هغه صورت كې چې په همدې شدت سره ادامه ومومي،ديو پراخ اقتصادي بحران د پيښيدو خطر تر پخوا ډير نژدې كوي او سباله يو داسې بحران سره د مبارزې او مقابلې لپاره به ناوخته وي.
و لسمشر كرزي،هندته د خپل جاري سفر په بهير كې،دهند له سوداګرو او پانګه والو سره د ليدنې كتنې په ترڅ كې،له هغوئ څخه وغوښتل چې په افغانستان كه پانګه اچونه وكړي او وئې ويل كه تاسو افغانستان ته راشئ،سور فرش به درته وغوړوو.
دا تعبير،دبهرنيو پانګه اچنو،جطب ته د افغانستان د دولت د اړتيا او مينې ښودونكو دى،خويواځې داكافي ندى،ډيرې كورنۍ زمينې لازم دي څو لږترلږه،په هيواد كې موجوده پانګه،بهرته ونه ليږديږي.
د امنيت په وړاندې د ډاډ دايجاد په څير زمينو د پانګه اچونې،دقانوني او عملي شرايطو اسانتياوې،خصوصي برخې ته دهڅونو برابرول،دكورنيو سوداګرو او پانګه والو پياوړتيا او دهغوئاړتيا وو اوهيلوته سم ځواب،د اقتصادي بنسټونو احياء او.......
خوپدې منځ كې هير بايد نه كړو چې افغانۍ د افغانستان ملي پيسې دي او ددې پيسوملي توب په عمل كې هم بايد پلى شي.
پخوا دولت ډيرې هڅې وكړې څو د راګړي او وركړي ټولې غټې او وړې معاملې،د هيواد ديولي واحد پربنسټ اجرا شي،خو دغه هڅې داسې ښكاري چې اوس ئې هم ملموسې پايلې ندي لرلي،له پلازميني پرته،د افغانستان په ډيرو ښارونو كې-حتى كوچينۍ معاملي هم په بهرنيو اسعارو سره كيږي او خورا لوئې معاملي حتي په كابل كې هم د دالرو او نوروارزښتناكو بهرنيو اسعارو په حساب سرته رسيږي.
دامسئله مطمئنآ د ملي پيسو په ثبات،او د پولي بيې په لوړوالي منفي اغيز كوي او بايد ټكر ورسره وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqp.2bqii8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته