دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 258259
آوا - مزارشریف: د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ (وږي ۱۴) د «خلاقیت نندارتون» په نوم د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت د ښوونځیو د نوښتګرو زده کوونکو ستاینه وکړه او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل او د جایزو، نغدو پیسو او ستاینلیکونو سره، دوی وستایل.
د سرپل ولايت د پوهنې رئيس د دغه نندارتون د جوړولو هدف د ښوونځيو د زده کوونکو د استعدادونو او وړتياو لوړول وبلل او ويې ويل: د يوې ټولنې وده او پرمختګ د هغه هېواد د ماشومانو په سالمه روزنه پورې اړه لري.
 
https://avapress.com/vdcgn79xyak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته