دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 106980
پاکستان، د دی هیواد سره د مذاکرو د سره پیلولو لپاره، د هندوستان له علاقی څخه هرکلئ وکړ
 د بهرنیو او ملی امنیت په چاروکی، د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، سرتاج عزیز، پرون د راډیو پاکستان سره په مرکه کی وویل : اسلام آباد او نوئ ډهلی، د خپل منځیو اختلافاتو د افغان غږ خبری آژانسرۍ لپاره، جدی او اغزمنو خبرو اترو ته اړتیا لری .
سرتاج عزیز، د مذاکرو د سره پیلولو لپاره، پاکستان ته د هندوستان د خارجه وزارت د قایم مقام د لیژلو لپاره، د دغه هیواد د لمړی وزیر، نارندرا مودی، فیصلی ته په اشاری سره، وویل : باید د ټولو اختلاف وړ مسایلو، او د کشمیر د مسئلی، او د هغه څه په باره کی چی ده، د پاکستان په کورنیو چاروکی د هند لاسوهنه وبلله، بحث او خبری اتری وشی .
نوی ډهلی، د ۲۰۱۴ م کال په اګسټ میاشت کی، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر د مشرانو سره؛ د پاکستان د سفیر د کتنی په اعتراض کی، د دؤو ګاونډیو هیوادونو مذاکری چی، د خارجه وزارت د قایم مقامونو په کچه ترسره کیدلی، بندی کړی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjomevyuqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته