دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 123044
په اروپا کې باید له افغانانو سره تبعیض ونه شي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د یونان په پولو کې باید له افغان کډوالو سره د نورو هېوادونو د کډوالو په مقایسه تبعیض ونه شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د یونان په پولو کې باید له افغان کډوالو سره د نورو هېوادونو د کډوالو په مقایسه تبعیض ونه شي.

سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې په یونان کې د افغان کډوالو د اوسني وضیعت په اړه پوره معلومات راټول کړي.

یونان خپلې شمالي پولې یوازې د افغانانو پر مخ تړلې او د نورو هېوادونو کډوال کولی شي له یونان څخه نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې په یو نان کې دا مهال شا وخوا پنځه زره افغان کډوال منتظر دي چې ورته مقدونیا ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

ویل کېږي چې اصلي ستونزه مقدونیا رامنځ ته کړې، دا هېواد افغانانو ته د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

د مقدونیا چارواکي وايي، یوازې د سوریې او عراق وګړو ته دې هېواد ته د اوښتو اجازه ورکوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، له ولسمشر او اجراییه رییس سره د افغان کډوال د ستونزو په اړه غږېدلی دی.

د ښاغلي بلخي په وینا په اروپا کې باید له افغان کډوالو سره تبعیض ونه شي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"دا یو ډول تبعیض دی، له اروپايي هېوادونو څخه د انسانانو تر منځ د دا ډول تبعیض تمه نه کېږي، هغه معلومات چې تر اوسه موږ تر لاسه کړي لومړني معلومات دي، خپلو همکارانو ته مو دنده ورکړې چې په دې اړه څېړنې وکړي،هغوی دا مهال پر دې موضوع نور معلومات راټولوي."

مقدونیا د سربیا سره ګډه پوله لري، سربیا هم د افغان کډوالو په وړاندې ورته چلند خپل کړی دی.

دا مهال دا دواړه هېوادونه نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو لپاره غیرې قانونې کډوال د لارې په توګه کاروي.

د مقدونیا چارواکو تر اوسه په دې اړه چې ولې افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي کوم قانع کونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.

سربیا هم دا نه ده روښانه کړې چې ولې افغان کډوال نه پرېږدي چې خاورې ته یې داخل شي.

د جاوید په نوم یو افغان کډوال چې دا مهال په یونان کې ایسار دی ازادي راډیو ته یې په یونان کې د بندو پاتې شویو افغانانو په اړه وویل:

"ټول پر مځکه وېده دي، ځینې یو څادر لري، ځینې هغه نه لري، ډېر یې ماشومان او ښځې دي، یعنې په سلو کې اویا یې ښځې او ماشومان دي او نور یې سړي دي."

تر دې مخکې سربیا او مقدونیا خپلې دروازې افغان کډوالو ته پرانیستې وي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر یو میلیون زیات کډوال چې په کې افغان، سوري، عراقي، او د یو شمېر افریقايي هېوادونو غیري قانوني کډوال شامل وو په ډېرو سختو لارو اروپا ته رسېدلي دي.

څارونکي وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه چې څه کم دوه میاشتې وتلي، شاوخوا سل زره غیرې قانوني کډوال د ترکیې، یونان او بیا مقدونیا او سربیا له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

اتریش وايي، د ورځې د کډوالو یوازې ۸۰غوښتنلیکونه څېړلی شي، خو د کډوالو شمېر زیات او د دوی ظرفیتونه په تمامېدو دي.

جرمني هم خبرداری ورکړئ چې ټول ورغلي افغان کډوال منلی نه شي، او له جرمني څخه د دوی په اجباري ایستل او افغانستان ته استول به ژر پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjxtevxuqe8yz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته