دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۳
د مطلب کود : 138022
امریکا ته د ورتلو د مخنیوي نوی حکم تر څېړنې لاندی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا ته د ځينې هېوادونو د وګړو د ورتګ د مخنیوي په اړه یو بل حکم تر څېړنې او نظر لاندې دی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : په وروستیو اوونیو کې د ډونالډ ټرمپ حقوقي ډله په یو لړ حقوقي حنجالونو کې ښکېل وه؛خو د امریکا ځينو محکمو امریکا ته د ځينو اسلامي هېوادونو د وګړو د مخنیوي په اړه د ټرمپ حکم ځنډولی دی.
اخوا اروپايي ټولنه هم وايي چې د کډوالۍ مسئله د امریکا کورنۍ مسله ده.او اروپا په هغې کې لاسوهنه نه کوي.
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د امریکا په محکمو کې د خپلې حقوقې ډلې د ناکامۍ شاهد وه، وايي چې په راتلونکو حقوقي جنجالونو کې به بریالی شي او آن ښايي بل حکم صادر کړي.
د امریکا د محتده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه وویل:« موږ به د دې جدال ګټوونکي شو. د خواشینۍ وړ ده چې ډېر وخت به ونیسي؛خو موږ به ګټوونکي شو. نورې لارې لکه د بل فرمان د لاسلیک په څېر امکان هم لرو.»
ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا ته د یو شمېر هېوادونو د وګړو د ورتلو مخنیوی د امریکا امنیت خوندیتوب ته مهم دی.
هغه زیاته کړه :«پراخې څېړنې به ولرو. باید په خپل هېواد کې ټینګ امنیت ولرو. داسې کسان به زموږ هېواد ته راشي چې د ښو دلایلو له امله دلته غواړي ژوند وکړي.»
اخوا اروپايي اتحادیه وايي چې د کډوالۍ مسله د امریکا کورنۍ مسله ده.
د اروپايي ټولنې د چارو ځانګړی استازی فډریکا موګریني په دې اړه زیاته کړه:« امریکا ستره ډموکراته ده، چې پیاوړي خلک او او بنسټونه لري. زه او بل هېڅ اروپايي هېواد نه‎شو کولای د امریکا په کورني سیاست کې لاسوهنه وکړو او په خپله اروپا هم غواړي چې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‎شي.»
د امریکا ولسمشر څواوونۍ وړاندې د یوه حکم په صادرولو سره امریکامتحده ایالاتونو ته د د اوه اسلامي هېوادونو لکه یمن، لیبیا، سوریې،عراق، ایران، سومالیا او سودان وګړو ورتګ منع اعلان کړ. خو د ټرمپ دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راوپارول.
https://avapress.com/vdcb5wb85rhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته