دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 138921
د کابل پر شپږم امنیتی حوزی باندی په برید کی د کیمیاوی خاصو موادو دګټی اخیستنی څخه د داخلی وزارت اندیښنه
ګزارش خپور سوی دی چی تروریستان د کابل پولیس شپږم امنیتی حوزی باندی په برید کی د یو ډول خاصو کیمیاوی توکو څخه هم ګټه اخیستۍ دی چی دداخلی وزارت اندیښنه هم ترڅنګ درلودی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د داخلی وزارت د تروریستانو برید کی پر پولیس شپږم امنیتی حوزی باندی سوی چی ۲۱ کسه شهیدان او ۱۰۴ کسه هم ټپی کړ، تر څیړنی لاندی نیولی دی او ددی وزارت لخوا اندیښنه څرګند سوی دی.
د داخلی وزارت ویاند وایی چی دا حادثه او د تروریستانو او خارجی ځواکونو په هیواد کی د خاصو کیمیاوی توکو څخه ګټه اخیستنه په برید کی، تر جدی څیړنی لاندی نیسو.
د پولیسو یو افسر د شجاع خان په نامه چی په دی برید کی تر یو اندازی پوری ټپی سوی وو وایی چی تروریستان یو جسم ته اور واچوله او یو خونی ته واچوله، د ګازو ډیر تند بوی درلودی، زما دستمال په وینو وو، نو پر پزه می ونیول او ومی ویل چی تر دی چی مرم، وسوځیږم بهتره دی.
دوه تروریستان د کابل پولیس شپږم امنیتی حوزی ته په داخلیدو سره نظامیانو ته پر برید ماسیوا، د یو خاص کیمیاوی توکو څخه په ګټه اخیستنی سره هغوی تهدید کړ.
صدیقی د داخلی وزارت ویاند په افغانستان کی د خارجی ځواکونو څخه په غوښتنه کی وایی چی هغوی( خارجی ځواکونه ) زموږ سره همکاره سی تر څو څیړنی صورت ونیسی او مشخص سی چی تروریستان په چاودنه کی دکوم کیمیاوی توکو څخه ګټه اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcj8oevvuqethz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته