دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 140119
بی سارۍ باران هرات د وچکالی څخه وژغورله
په آخیرو ورځو کی هرات د بی سارۍ باران شاهد وو تر هغه ځایه چی ددی ولایت زراعت اداری مسئولین وایی: اخیر بارانونه هرات د وچکالی څخه ژغورلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، حمیدالله ناصر د هرات زراعت اداری ترویج عمومی مدیر وایی: د ۹۶ کال د شروع څخه تراوسه، په هرات کی ۹۰ میلیمتر باران اوریدلی دی.
هغه زیاته کړه: دا باران مقدار په ۱۵ کالو کی بی ساری دی.
هغه هیله مند دی چی ترجاری کال پوری ددی ولایت زراعتی لاسته راوړنی زیاته سی.
له بل لوری د هرات بزګران د خوشحالی په څرګندولو سره وایی: راتلونکی کال به په دی ولایت کی زراعت رشد وکړی.
له بل لوری هم د هرات محلی اداری د اعلان په اساس، قرار دی چی ۳۰۰ کیلومتر کانال د سلما بند څخه د هرات تر ولسوالیو پوری وکښل سی او ددی بند اوبه هم د زراعت لپاره په کار واخیستل سی.
https://avapress.com/vdcb8gb89rhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته