دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 141247
ملي دفاع وزارت: د ننګرهار په بمي برید کې د داعش ۱۳ مهم قوماندانان وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت اړوند په اچین ولسوالی کې تیرې اونی په بمي برید کې د داعش وسله والو ۱۳ تنه مهم قوماندانان وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلي محمد رادمنش وایي، په وژل شویو کې د تاجکستان، هندوستان، او پاکستان وګړي شامل دي.

په همدې حال کې هندي رسني وایي، په دغه برید کې په مجمومع توګه ۱۳ تنه هندي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو تیره اونی په یاد ولایت کې د داعش وسله والو پر خلاف تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړي.

دغه زورور بم جي بي یو-۴۳ نومیږی د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د داعش وسله والو پر تونلونو او غارونو یوه شبکه غورځول شوی.

چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۹۴ وسله وال د یو شمیر قوماندانانو په ګدون وژل شوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceez8zfjh8ewi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته