دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 141814
ایران د خپلو سرحدي پولیسو د وژلو له کبله د پاکستان سفیر احضار کړ

تهران د پاکستان سفیر وربللی او د پاکستان-ایران ترمنځ سرحد کې یې د ایراني سرحدي پولیسو په وژلو یې ورته اعتراض کړی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ایراني چارواکي وایي برید د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له خاورې د سیستان-بلوچستان په ایالت کې په سرحدي ساتونکو شوی او نهه تنه یې وژلي دي.

سني وسله والې ډلې جیش العدل د برید مسولیت اخیستی دی.

د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي چې تهران د پاکستان سفیر قاسم خان دراني ته وویل "پاکستان باید د دغو تروریستانو د نیولو لپاره چې زموږ د سرحد نهه ساتونکي یې ووژل، جدي اقدامات وکړي او سزا ورکړي".

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8zejh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته