د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
ولسمشر غني د پنجشنبې په شپه څوارلس ساعته وروسته د کابل له غمیزې په ملي تلویزیون کې راڅرګند شو او د ډاډګیرنې پیغام یې ورکړ. هغه خلک د روان حالت په وړاندې مقابلې ته را وبلل او ویې ویل، چې پوځیانو ته به یو لړ واکونه ورکړ شي.
د ولسمشر دا خبرې د سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې.
د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انورالحق احدي وایي، ولسمشر خلک غولوي او په تېرو درې کلونو کې یې د پوخ د واک په اړه هیح هم نه دي کړي..
سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، ولسمشر په پوځي چارو کې ډېر بوخت نه دی او په غیر ضروري کارونو کې اخته دی.
د نوموړي په وینا؛ ولسمشر دې په پوځي چارو کې لاسوهنې نه کوي او مونږ دا نه غواړو، چې وسلوال پوځ ته دې ډېر صلاحیتونه ور کړ شي. ولسمشر دې له کارکولو سرغړونه نه کوي، خلک خپل کارونه خپله تر سره کوي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال میرزا محمد یارمند وایي؛ ځینې کسان په دې باور دي، چې ولسمشر د سر اعلی قومندان په توګه له امنیتي ځواکونو سره ډېر وخت نه تېروي او په کار ده په دې برخه کې علمي، تخنیکي او مسلکي نوښتونه رامنځته کړي.
مخکې له دې هم په افغانستان کې ورته پېښې شوې وې؛ خو دا، چې ولسمشر خلک تر ناورین وروسته ملي یووالي او مقابلې ته را بولي او یا هم پوځیانو ته ډېر واک ورکوي، خلک یې فکر کولو ته اړ ایستي دي.