دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 145511
سټولټنبرګ: ناټو یو څو زره نور سرتیري افغانستان ته استوي

د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ وایي، یاد سازمان په پام کې لري چې یو څو زره نور سرتیري افغانستان ته استول شي.

ښاغلي سټولټنبرګ نن خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه د یاد سازمان ۱۵ غړي د نورو سرتیرو د استولو ژمنه کړي دي.

د ناټو سرمنشي په وینا، په پام کې ده چې نورې سرتیري هم د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې ځای پر ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعاي ځواکونو سره د یاد سازمان پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

د ناټو سرمنشي تیره ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په پام کې ده چې سبا د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د ماموریت په اړه او په یو شمېر مهمو مسلو باندې سره صلا مشورې او خبرې وشي.

هغه زیاته کړه، چې ټاکل شوی ده چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو په اړه هم بحث او خبرې وشي.

ښاغلي سټولټنبرګ وایي، هغه هیله مند دي چې د اضافي ځواکونو د ایستلو او د دغو ځواکونوو د شمېر په اړه یو اندازه معلومات د غونډې په پایله کې به څرګند شي.

په همدې حال کې ارګ ماڼی وایي، د امریکا د متحده ایلاتو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ افغانستان ته د خبل سفر په جریان کې به وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزوي او پر اساس به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او همکارۍ په موخه د ځواکونو د زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه برابر کړي.

جمهور رئیس غني او جنرال ډنفورډ د امنیتي مسوولیتونو د انتقال له وخته چې مسوولیت یې جمهور رئیس غني په غاړه درلود او جنرال ډنفورډ هغه وخت د ایساف عمومي قوماندان وو، یو له بل سره پېژني.

سرچینه: خامه پرس

https://avapress.com/vdccspqss2bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته