دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 179574
سټولټنبرګ: افغان حکومت باید د افغان سولې بهیر کې شامل وي
د سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې افغان حکومت باید د افغانستان د سولې بهیر کې باید شامل وي.

د ناټو عمومي منشي د دې سازمان د دفاع وزیرانو له ناستې یوه ورځ مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کتنې په هکله جزییات ورکوي او وايي د افغانستان د سولې په بهیر کې باید افغان حکومت شامل وي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه څرګنده کړه:«موږ په کلکه د افغانستان له پخلاینې ملاتړ کوو، البته چې په دې بهیر کې باید افغان حکومت شامل وي او پوهېږم چې دا د بحثونو یوه برخه ده ترڅو د سولې د بهیر د څرنګوالي لپاره زمینه برابره شي.»
له بلخوا د ناټو عمومي منشي په دې باور دی چې د افغانستان د سولې بهیر د پایلو په اړه له وړاندې قضاوت نه شي کېدای خو له افغان دولتي ځواکونو د دغه سازمان پرملاتړ ټینګار کوي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه:« د افغانستان وضعیت هماغه شان ستونزمن دی، خو موږ د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وینو، د ناټو له متحدینو سره د امریکا لخوا له نږدې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه مالومات شریک شوي دي او موږ د سولې د یوې احتمالي موافقې د پایلو په هکله خپلو مشورو ته دوام ورکوو.»
له بلخوا ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو ستاینه کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«زه غواړم هغو کسانو ته چې له موږ سره اوږه په اوږه جنګېږي درناوی وکړو په تېره بیا ۲۴۰۰ تنو ته چې ژوند یې له لاسه ورکړی او څه د پاسه شل زره او څلورسوه نور چې ټپیان شوي دي، له یو مېلیون زیاتو امریکايي ښځو او نارینه وو زموږ په هېواد کې خدمت کړی دی.»
اخوا پنټاګون افغانستان ته د امریکا د دفاع د سرپرست وزیر د سفر موخه د ترهګرو د امن پټنځای د بدلېدو د مخنیوي د څرنګوالي څېړل بولي.
د پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې راغلي د امریکا د دفاع سرپرست وزیر له ولسمشر غني سره په کتنه کې د کابل او واشنګټن د امنیتي اړیکو د ارزښت او له سیاسي لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په هکله خبرې اترې کړې دي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3az5t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته