دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 150766
ننګرهار: د دوه پاکستانیانو په ګډون څلور کسان د وسلو د قاچاق په تور نیول شوي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، څلور کسان د دوه پاکستانیانو په ګډون د دولت ضد وسله والو ډلو ته د وسلو د لیږد په تور نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې پوليسو په يو سوزکي موټر کې له څلورو تنو سره د راکټ انداز اته فيره مرمۍ، چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې ونيول شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې نيول شويو کسانو کې دوه د خيبر پښتونخوا او دوه د مومندرې ولسوالۍ اوسيدونکي دي.

نيول شويو کسانو اعتراف کړی، چې دغه مرمۍ يې د تخريبي کړنو په موخه وسله والو مخالفينو ته ليږدولې.

بلخواه د ننګرهال ولایت مقام وایي، د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو له لوري د هاوان يو سر ګلوله، چې د وسله والو مخالفينو قومندان خير الله له لوري ځای پر ځای شوې وه او د ماين په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېده کشف او لمنځه وړل شوې.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwn6i49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته