په هرات کی سیمه ایز چارواکی ددی ولایت په ختیځ ولسوالیو کی د بی پیلوټه الوتکو بریدونو څخه خبر ورکوی چی ډیر مسلح مخالفین وژلی او ټپیان کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هرات ولایت یو مقام له لوری خپور سوی اعلامیه په اساس دا بریدونه د چشت شریف او دره تخت او ددی دوو ولسوالیو په اطرافو کی صورت نیولی دی.
د هوایی برید په وخت کی ډیر مخالف مسلح کسان د چشت شریف په ولسوالی کی تجمع کړی وو.
ددی برید دقیق تلفاتو په اړه کوم ګزارش نه دی خپور سوی خو ځینی سرچینی اعلان کړی دی چی د برید په وخت کی د ۳۰۰ طالب په شاوخوا په چشت شریف کی حضور درلود.