دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 154674
د طالبانو له لوری د قرباغ په ولسوالی کی د څو لارو مسدودیدنه
ځینی لاری د طالبانو له لوری د قرباغ په ولسوالی کی مسدود سوی دی.

صبرالله ثاقب؛ د قرباغ ولسوالی پولیسو قومانده د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کی وویل: طالبان د غزنی قرباغ ولسوالی کی څو لاری د څو ورځو راهیسی بند کړی دی او خلګو ته غزنی ښار ته تللو اجازه نه ورکوی.

هغه طالبانو دا کار مقصد د خلګو څخه باج غوښتلو لپاره وبلل او وویل: طالبان د خلګو څخه غوښتی دی چی هغوی د ژمۍ خرڅ ورکړی ترڅو لاری خلاص کړی.

ددی ولسوالی قوماندان په راتلونکو کی د لارو د خلاصولو لپاره د عملیات د ترسره کیدو خبره ورکوی.

هغه همدارنګه په دی ولسوالی کی د تجهیزاتو او ځواکونو کمبودی څخه خبر ورکړ او د مرستی غوښتونکی سو.

طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdccm0qs02bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته