د افغان خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی وویل چی د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې به د افغانستان د سولې په نړیواله غونډه کې د طالبانو استازی ونه بلل شی . ده وویل په نوموړی غونډه کی یوازې د سیمې او نړۍ د هیوادونو ډیپلوماټان بلل شوی دی او پکې به د افغانستان د سیولې د خبرو اترو د څرنګوالی او میکانیزم په اړه بحث او د نظر تبادله وشی .
ټاکل شوی ده د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند غونډه د مارچ په ۲۷ نیټه په ازبکستان کې ترسره شی . دغه غونډه به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له لوری پرانستل شی .
له دې مخکې هم د سولې په موضوع د هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په شتون سره څو اړخیزې غونډې جوړی شوی دی خو تراوسه یې کومه خاصه نتیجه نده ورکړی .
په افغانستان کی د امریکا او ناټو ۱۷ کلن پوځی شتون په دغه هیواد کې د کړکیچ او جنګ په عواملو کې شامل دی .