دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 160782
روسیه د افغانستان او امریکا سره دری اړخیزي ناستې غوښتونکې دی
د روسیی بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امریکا او روسیی ترمنځ دری اړخیزی ناستې غوښتنه کړې.
د روسیی بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف د سه شنبې په ورځ د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د ملاقات پر وخت د افغانستان په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د مسکو هدف " د سیمې په هیوادونو کې ثبات او د اقتصادي همکاریو زیاتیدل دي."
د افغانستان د جمهورِ ریاست په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي غني د تاشکنډ د نړیوالې غونډې پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره وکتل او د افغانستان په هکله د روسیې، امریکا او افغانستان د درې اړخیزې غونډې د وړاندیز هرکلی یې وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې درې اړخیزې غونډې وړاندیز پداسې وخت کوي چې د امریکا ملکي او نظامي چارواکي مسکو د طالبانو سره په لاس لرلو تورنوي. روسیې دغه تورونه رد کړي خو څه موده وړاندې یې ویلي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو شرایطو برابرولو ته چمتو دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې د " زور او فشار" د لارې جګړه پای ته نه رسیږي.
تر اوسه دا نده معلومه چې روسیه ولې د افغانستان په هکله د درې اړخیزې غونډې جوړیدل غواړي خو پخوا یې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په موجودیت اندیښنه ښودلې وه. روسیې غوښتلي و چې دا سخت دریزه ډلې باید پرې نښودل شي چې د هغوي ګاونډیو هیوادونو ته لار پیدا کړي.
 
https://avapress.com/vdcjoyev8uqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته