دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 161035
صیاد: د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم چمتووالی روان دی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې د اعلان تر څنګ ولسمشریزو ټاکنو ته هم د چمتووالي خبره کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې تر انتقادونو وروسته چې ګواکې دا کمېسیون په اوسني ظرفیت د انتخاباتو د ترسره کېدو وړتیا نه لري، وايي چې کمېسیون د راتلونکو ټولو انتخاباتو لپاره لازم چمتووالی لري.
د دغه کمېسیون رېیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د وري په ۱۲ مه» د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نېټې د اعلان پر مهال وویل، د ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې ځينې اندېښنې شته، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې هم کارونه پیل کړی دي.
 
نوموړي زیاته کړه:
"په دې برخه کې مونږ هم اندېښنې لرو، خو مونږ مخکې یوه کمېټه جوړه کړې چې د ولسشمرۍ د انتخاباتو لپاره یې سر له اوسه کارونه پیل کړي او ان شالله چې د خلکو اندېښنې په پام کې نیول کېږي، دا کمېټه خپل کارونه بېل تر سره کوي او مونږ د ولسمشرۍ انتخاباتو ته بشپړ چمتووالی لرو."
ښاغلي صیاد د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه وویل چې دغو انتخاباتو ته د حمل د میاشتې له ۲۵ مې تر ۲۳ مې پورې په مرکز او ولایتونو کې د رأيو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیلېږي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ثور د میاشتې له ۲۵ مې بیا د جوزا تر اوومې پورې په ولسوالیو او د جوزا له نهمې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې پورې په کلیو کې دا لړۍ دوام مومي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نهو ولایتونو ته د اساسي موادو لېږد بشپړ شوی او نورو ۱۱ ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
دا کمېسیون وايي، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د میزان د میاشتې په ۲۸ مه تر سره کېږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون انتخاباتو ته د لازم چمتووالي خبره داسې مهال کوي چې د ولسي جرګې رئیس تېره ورځ وویل، د انتخاباتو کمېسیون په شته ظرفیت د انتخاباتو د ترسره کېدو وړتیا نه لري او اراده یې هم ورته نه ده موجوده.
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلی دي چې د جمهوري ریاست انتخابات به په ۲۰۱۹ کال کې په خپل ټاکلي وخت تر سره کېږي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په خپلو وخت د شفافو او عادلانه انتخاباتو په تر سره کولو ټینګار کوي.
فضل هادي مسلمیار
ښاغلي مسلمیار وویل:
"انتخابات د افغانانو اړتیا ده، کومه نېټه چې اعلان شوې، نو له شک پرته به ټول ملاحظات هم ورته په پام کې نیول شوي وي، بیا هم مشرانو جرګه په خپل وخت د انتخاباتو د تر سره کولو غوښتنه کوي او مونږ له دغې پروسې ملاتړ کوو."
بل خوا د انتخاباتي چارو یو څارونکی جانداد سپین غر وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ظرفیت په هغه کچه نه دی چې انتخابات دې په خپل وخت تر سره کړای شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf8b8srhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته