دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 161124
د کندوز په ارچي کې د ۹ قومندانانو په ګډون۶۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- محمد رادمنش
د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ پر یوې غونډې د دفاع وزارت په هوایي برید کې د ۹ طالب قومندانانو په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد رادمنش وایي: دغه هوایي برید د وري پر ۳ د دوشنبې پر ورځ غرمه مهال د ارچي ولسوالۍ په باجوړي کلي کې تر سره شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، په وژل شویو طالبانو کې ۹ طالب قومندانان هم شته.
ټپیان او د قربانیانو د کورنیو غړیو ویلي؛ د دې ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي، چې په قربانیانو کې ملکي وګړي او ماشومان هم  شته.
د کندوز سیمه ییز روغتون ویلي، چې د ډېرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.  
د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي؛ دغه ناسته په کندوز او نورو ولایتونو کې پر تازه بریدونو د نویو خبرو لپاره جوړه شوې وه، چې د طالبانو مهمو قومندانانو په کې ګډون کړی و.
د نوموړي په وینا؛ په دې ماموریت کې د امنیتي ځواکونو چورلکو برخه درلوده او موخه یې د طالبانو همدغه ناسته وه.
هغه په دې هوایي برید کې د ملکي وګړیو وژل کیدل مني؛ خو د بشپړ شمېر په اړه څه نه وایي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ رسنیو ته په خپل غبرگون کې څرګنده کړې وه، چې: د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو بازار ته نیږدې په یوه دینه مدرسه ( دارالعلوم هاشمیه) کې د عالمانو او د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ غونډه بمبارد  شوې ده.
رسنیو ته د رسیدلیو څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې څه نا څه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې د دغه هوایي برید د تلفاتو شمېر تر دې دمه وروستی شوی نه دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau6n6y49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته