د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په غزنی کې د اردو دریم لوا مطبوعاتی اعلامیه په اساس، د غزنی ګیرو ولسوالی کې ادرو ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې، ۸ تنه طالبان وژل شوی دی.
همدارنګه ددی اعلامیه په اساس، ددی هوایی برید په ترڅ کې د طالبانو مهماتو یو دیپو هم له منځه تللی دی.
همدارنګه پرون یک شنبه امنیتی ځواکونه چی د طالبانو په وړاندی د عنکبوت سیا په عملیات کې ګډون کړی وو، ددی ولایت امنیتی چارواکو له لوری وستایل شو.
غزنی د هیواد د ناامنو ولایتونو څخه دی چی امنیتی چارواکې یی د یو سرتاسری عملیات څخه د عنکبوت سیاه په نامه خبر ورکوی او دا په داسی حال کې دی چی طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.