دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 163659
کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوي
ویل کیږی، افغان امنیتی ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په کندز کې نښته رامنځته شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په کندز ولایت کې د پامیر شلمې فرقې، پرون خپور شوی په خبر پانه کی ویلی دی ، په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو‎ ترمنځ نښته کې اتو تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینی زیاتوی، چې دغه نښتې پرون هغه مهال شوې دي چې یو شمېر د دولت مخالفینو ‌‎وسله والو د دشت ارچي پر بازار بریدونه کړي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی، چې یاد نښتو کې د طالب وسله‎والو سرې قطعې ۶ غړي هم وژل شوي دي او څلور طالبان ټپیان دي.
سرچینی وایی، چې افغان امنیتی ځواکونو له څو ساعتونو نښتو وروسته د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcftmdy1w6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته