دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 164374
پکتیا ولایت کی ۲ ملکي کسان او یو امنیتی پولیس وژل شوی
ویل کیږی، په پکتیا ولایت کې وسله والو په یوه برید کې ۲ ملکي کسان او یو پولیس سرتېری وژلي دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن ورڅ په دی اړه رسینو ټه وویل، د غه برید د کشفي معلوماتو پر اساس د بهرنیو ځواکونو له لوري شوی دی.
دغهه وسله واله نښته نن ورځ سهار نه بجې د یاد ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ پولیسو غوښتل چې یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته انتقال کړي چې د دولت د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شول.
سرچینی زیاتوی، په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي چې یو د همدغه موټر چلوونکی او بل یې سوارلۍ او یو پولیس سرتېری وو، وژل شوي دی.
خو تر اوسه بهرنیانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdca0yn6y49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته