دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 164431
په افغانستان کې د ابوبکر البغدادی شتون یو دروغ دی
افغانستان کې د داعش مشر حضور په اړه د پاکستان مطبوعاتی ګزارشونو خپریدو په لړ کې، دا موضوع د افغانستان ملی امنیت شورا له لوری په شدت سره رد شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، یو پاکستانې ورځپاڼه د پاکستان لوی څارنوالی سرچینو څخه په نقل سره لیکلی دی چی د ایران یو لوړپوړي چارواکې د پاکستان عمومی څارنوال علی آصف ته خبر ورکړی دی چی ایران سره موثقه ګزارشونه شتون لری چی شکاره کوی ابوبکر البغدادی د داعش ډلې مشر په افغانستان کې دی.
قادرشاه د افغانستان ملی امنیت شورا ویاند دا موضوع رد کړی او وایی چی دا یو دروغ دی.
هغه دا خبره د عامه خلګو فکرونو مخشوشول وبلل.
قادرشاه زیاته کړه چی افغانستان کې هیڅ تروریست ژوند نه شی کولای او د تروریستانو له منځه وړنه د امنیتی او دفاعی ځواکونو اصلی هدف دی.
 
https://avapress.com/vdcexe8zzjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته