دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 167419
کابل کې ولسمشر غنی په مشری امنیتی ناسته
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د کابل امنیتي ناسته پرون د جمهوري ریاست په مقر کې جوړه شوه.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل امنیتي ناسته پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د کابل ولایت امنیتي او ملکي مسوولینو په دې ولایت کې د امنیت د لا خوندیتوب په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه مطرح کړل.
د ارګ ماڼی په وینا، جمهوررئیس غني د یادو مسوولینو د راپورونو او وړاندېزونو د مننې تر څنګ ټینګار وکړ، کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه ځانګړی ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، د کابل ګارنېزیون باید خپل ځانګړی ځای ومومي او ټول امنیتي او دفاعي قوتونه باید په هدفمند ډول د کابل د امنیت د ټینګښت په خاطر د تصمیم ګېرۍ پر واحد پلان او قومندې عمل وکړي.
د ارګ ماڼی له مخې، د هېواد جمهوررئیس، د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د خلکو او مسوولینو ترمنځ یې پر مثبتو او محکمو اړیکو ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcdf50fnyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته