دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 167772
د افغانستان دولت سره د اروپا اتحادیه ۹۸ میلیونه یورو مرسته
اروپا اتحادیه د اصلاحاتو ترسره کولو او انکشافی پالیسیو عملی کولو، اقتصادی ثبات تامین او داخلی عوایدو انسجام، عامه مالی مدیریت انکشاف او په بودجه کې شفافیت پیاوړی کولو لپاره د افغانستان سره ۹۸ میلیون یورو مرسته وکړه.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، داکتر قیومی، د مالیه وزارت سرپرست او زیربنایی چارو کې ریاست جمهوری ارشد مشاور نن د اروپا اتحادیه دا تصمیم ته په اشاره وویل: دا مرسته د ملی بودجی سره شکاره کوی چی په اصلاحاتو لکه شفاف بودجه، فساد کمولو کې مداوم کار، عوایدو راټولولو کې ډیروالی او د خدماتو ښه کیدنه د ملی برنامو له طریقه د لومړیتوب درلودونکې دی.
هغه زیاته کړه: د بودجه حمایوی پروګرام له طریقه لکه دولت سازی قرارداد، د افغانستان حکومت د هیواد ډیرو لومړیتوبونو ته ځواب ورکولو باندی قادر او عادلانه انکشاف او رشد ورکوی او په همدی برخه کې د اروپا اتحادیه او غړۍ هیوادونه یی د افغانستان خلګو ته تعهد او ملاتړ لپاره مننه کوی.
پییر میادون د اروپا اتحادیه سفیر په افغانستان کې هم وویل: د دولت بودجه سره مستقیم مالی مرسته یوځل بیا د افغانستان او ددی هیواد خلګو سره د اروپا اتحادیه لوړمدته تعهد شکاره کوونکی دی.
د اروپا اتحادیه سفیر په افغانستان کې په دی بیان سره چی ددی مرستی څخه مقصد د عامه نهاد څخه ملاتړ او پالیسیو ښه کیدو او افغانانو لپاره ښه خدماتو ارایه کول دی، وویل: دا مرسته د اقتصادی رشد پیاوړتیا او فقر کمیدنه، په داسی وخت کې چی افغانستان د امنیتی، اقتصادی او سیاسی مشکلاتو سره مخ دی او موږ په دی برخه کې د افغانستان دولت سره همکاری لپاره آماده یو.
د اروپا اتحادیه د مالی مرستو ترڅنګ د دولت سازی قرارداد چهارجوب کې ارزشتناکه تخنیکی مرستې هم رامنځته کوی او افغانستان دولت سره او نورو کاری شریکانو سره لکه مدنی ټولنه په لوړه سطحه په خبرو بوخت دی.
په همدی برخه کې د دولت سازی قرارداد بریالیتوب وروسته، اروپا اتحادیه او افغانستان دولت د دولت بودجه څخه ملاتړ ادامه لپاره د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پوری آمادګی نیسی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcfeedy0w6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته